د رسنیو ټيم تیره شپه په کابل کې د روژې د فوتسال د لوبو اتلولي خپله کړه

د دې لوبو په ورستي پړاو کې د رسنیو ټيم او ستاره ازادي ټيم سره مخ شول چې د لوبي په وروستي پړاو پنځو دقیقو کې څلور د یو په وړاندې د رسنیو ټيم له ستاره ازادي څخه شاته پاتې شو.

خو په پنځو دقیقو کې د رسنیو ټیم وکولای شو چې بایللې لوبه څلور د څلورو په مقابل کې تساوي کړي او په پای کې د پنالتي ضرباتو ته لاره ومومي.

د پنالټي په ضرباتو کې رسنیو وکولای شول څلور - درې ستاره ازادي ته ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم ثبت کړي.

له بل لوري په هرات کې د روژې د فوتسال د لوبې په ترڅ کې نن «آرش» ټيم له « کوثز» سره مخامخ کیږي.

دا ټيمونه په داسې حال کې سره مخ کیږي چې په نهايي کې کوثر درې د څلورو په مقابل کې میلاد ټیم ته ماتې ورکړې وه او آرش ټیم هم د دوی په څير درې د څلور په وړاندې له «امام فخر» څخه تیر شو.

په پام کې ده چې ډير ژر به په دې ولایت کې د سولې د اتلولي لوبې هم پيل شي.

دا لوبې د شپږو ټيمونو په شتون چې د هرات، نیمروز، کابل ، ایران او ترکمنستان ټيمونه به پکې شتون ولري د یوې اونۍ لپاره دوام وکړي.

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?