Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کرکټ لوبډله د ۳ شل اوریزو سیالیو سریز بریا ته ورسېده

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو د سریز وروستۍ لوبې بریا هم خپله کړه او سیالې لوبډلې ده ته یې د ۴۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوري څخه نبي عیسی خیل او راشد خان درې درې او فرید ملک یو لوبغاړی وسوځول.

پچه افغان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې له لوري څخه زیاتې منډې شهزاد محمدي ۴۴ ، نجیب ترکي ۴۰ ،  سمیع الله شینواري ۳۹ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړې.

د متحده عرب اماراتو لوبډلې ورکړل شوی هدف پورنه نه کړ او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو چې په څلورو اوورونو کې یې ۱۴۴ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو.

 پاتې دې نه وي چې د دغه سریز تېرې دوې لوبې افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عرب امارتو څخه په ۱۴ او ۱۶ د روانې ډسمبر میاشتې ګټلې وې.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې له لوري څخه زیاتې منډې شهزاد محمدي ۴۴ ، نجیب ترکي ۴۰ ،  سمیع الله شینواري ۳۹ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړې

Thumbnail

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو د سریز وروستۍ لوبې بریا هم خپله کړه او سیالې لوبډلې ده ته یې د ۴۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوري څخه نبي عیسی خیل او راشد خان درې درې او فرید ملک یو لوبغاړی وسوځول.

پچه افغان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې له لوري څخه زیاتې منډې شهزاد محمدي ۴۴ ، نجیب ترکي ۴۰ ،  سمیع الله شینواري ۳۹ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړې.

د متحده عرب اماراتو لوبډلې ورکړل شوی هدف پورنه نه کړ او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو چې په څلورو اوورونو کې یې ۱۴۴ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو.

 پاتې دې نه وي چې د دغه سریز تېرې دوې لوبې افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عرب امارتو څخه په ۱۴ او ۱۶ د روانې ډسمبر میاشتې ګټلې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه