د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په لړ د ایرلنډ په وړاندې پنځمه لوبه د ۷ ویکټو په لرلو سره وګټله او د دغو سیالیو جام یې ترلاسه کړ.
د هېواد اجرائيه رییس او په لسګونو نورو هېوادوالو دغه سیالۍ یې په هند کې له نېږدې لیدلې.
په دغې سیالۍ کې د توپوهنې په برخه کې لومړۍ لوبه ایرلنډ پیل او په ۴۹ اورونو کې وتوانېده چې افغانستان ته ۲۳۰ منډي هدف وټاکې.
د توپوهنې په برخه کې د ایرلنډ لپاره سټرلینګ ښه وځلېد او ۵۱ منډې یې ترسره کړې او په مقابل کې د توپ اچونې په برخه کې د هېواد ملي لوبغاړی راشد ارمان ښه وځلېد او د سیالۍ لوبډلۍ ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
په دغې لوبه کې د توپوهنې په برخه کې د هېواد لپاره رحمت شاه زرمتی ښه وځلېد او ۱۰۸ منډې یې ترسره کړې.
د هېواد ملي لوبغاړو په دویمه پاڼۍ کې لوبه ښه پیل کړه او وتوانېدل چې د درې لوبغاړو په سوځېدو او په ۴۹ اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د لوبې بریا خپله کړي.