Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ایرلنډ ته په دویمه ۲۰ اویزه لوبه کې ماته ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې په خپله دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه او د دغه سیریز د ۲۰ اویزه لوبو اتله شوه.

په دغې لوبه کې د توپوهنې په برخه کې لومړۍ لوبه افغانستان پیل کړه او د ۲۰ اورونو په لوبه‎ولو او د ۸ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره سیالۍ لوبډلې ته یې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.

په دغې لوبه کې د افغانستان لپاره د توپوهنې په‎برخه کې ۹۰ منډې او همدارنګه د توپ اچونې په برخه کې د سیالۍ لوبډلې لوبغاړی مکارسي ښه وځلېد او وتوانېد چې د افغان لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځوي.

د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د ایرلنډ لوبډلې لوبغاړو ډېره ښه لوبه پيل کړه خو دهېواد د کرېکټ ملي لوبغاړو اجازه ور نه کړه چې ډېرې منډې ترسره کړي او د دغې لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د توپوهنې په برخه کې د ایرلنډ لپاره سټرلینګ ښه وځلېدل او ۳۲ منډې یې ترلاسه کړې او په مقابل کې د توپ اچونې په برخه کې د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی راشد ارمان ښه وځلېد او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلې ۵ ویکټې واخلي.

د دغه لوبې په پای کې نجیب ترکی د ۹۰ منډو او راشد ارمان د سیالۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځولو سره د سیالیو د ترسره کوونکو د فني کادر له خوا د غوره لوبغاړو لقبونه خپل کړل.

شریک یي کړئ