Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ایرلنډ ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په څلور ورځنۍ یا ټسټ لوبه کې،د ایرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو او د توپوهنې د یوې پاڼۍ له توپیر سره ماتې ورکړه.

د هېواد د کرېکت لوبغاړو په دغې لوبه کې لومړی توپوهنه پیل او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېده چې د ایرلنډ لوبډلې ته ۵۳۷ منډې هدف وټاکي.

د توپوهنې په برخه د هېواد د کرېکټ لوبډلمشر ښه وځلېد او وتوانېد چې ۱۴۰ منډې ترلاسه کړي.

په مقابل لوري او د توپ اچونې په برخه کې د ایرلنډ لپاره داګرول ښه وځلېد او وتوانېد چې د افغانستان درې لوبغاړي وسوځوي.

په لومړي نوبت کې د ایرلنډ لوبډله وتوانېده چې د افغانستان د ملي لوبډلې له خوا روکړل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سوځېدو سره وتوانېده چې ۲۶۱ منډې ترسره کړي.

د توپوهنې په برخه کې د ایرلنډ لپاره بیل برني ښه وځلېد او ۶۲ منډې یې ترسره کړې.

په مقابل کې د توپ اچونې په برخه کې د هېواد د کرېکت ملي لوبډلې لپاره راشد ارمان ښه وړتیا وښوده او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

په دې لړ کې د کرېکت د نړیوالې شورا د قوانینو په نظر کې نیولو سره د ایرلنډ ملي لوبډلې یو ځل بیا توپوهنه پیل کړه،خو د دوه پاڼيو په ترسره کولو سره ایرلنډیان ونه توانېدل چې د هېوا د کرېکټ ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۱۷۲ منډو او یوې پاڼۍ په توپیر سره وبایلله.

په دویمې پاڼۍ کې د پوپ اچونې په برخه کې نبي عیسي خېل ښه وځلېد او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځوي.

د هېواد د کرېکت ملي لوبډلې د اېنټر کانټېنېنټل(هېوادنیو لوبو)جام کې له دغې بریا سره وتوانېده چې د ۸۱ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړي.

  که‎چېرې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله په خپلو دوو پاتې لوبو کې چې له عربي اماراتو او هانګ کانګ لوبډلو سره دي وکړای شي ټول امتیازونه چې ۲۰ دي خپل کړي د کرېکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړي له وروستۍ لوبډلې سره د لوبې حق ترلاسه کولای شي.

شریک یي کړئ