د افغانستان د کرکټ لوبډله د شنبې ماښام خپله څلورمه یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه نړیواله لوبه پیل کړه چې پایله یې د زمبابوې په ګټه وه.
په دې لوبه کې لومړۍ لوبه د افغانستان لوبډلې پیل کړه چې په ۳۹ اور کې یې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو موخه وټاکله.
د توپوهنې په برخه کې اصغرستانکزی ښه وځلید او ۱۹ منډې یې ترلاسه کړې او د زمبابوې لوبډلې لپاره موپوفا ښه لوبه وکړه او درې لوبغاړي یې له میدان څخه ویست.
په پای کې د باران اورښت له امله لوبڅارونکو لخوا زمبابوې ته د ۱۰۵ منډو موخه وټاکل شوه چې دې لوبډلې هم د درېیو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره په ۲۳ اور کې ورکړل شوې موخه پوره او د دې لړۍ څلورمه لوبه یې وګټله.
په دې لوبو کې دواړو لوبډلو دوې بریاوې خپلې کړې دي او ټاکل شوې ده چې بله او وروستۍ لوبه به د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وي.
بله لوبه سبا(یکشنبې د فبروري میاشتي۲۶مه) ترسره کېږي.