Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د کرکټ سریز کې متحده عربو اماراتو ته بیا هم ماته ورکړه

افغانستان په دویمه نړیواله شل اوریزه سریزه لوبه کې بیا هم خپلې سیالې لوبډلې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه.

پدې شل اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ مندې جوړې کړې او د ۱۸۰ منډو هدف یی افغانستان ته وټاکه.

افغان ملي لوبدلې له لوري په توپ اچونه کې فرید ملک ۲، راشد ارمان او امیر حمزه یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ملي لوبغاړو د خپل کلک سیال یاد هدف په ورستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

په دې لوبه کې نجیب ځدران ۵۵ ناسوځیدلې، شهزاد محمدي ۳۱ او لوبډلمشر اصغري ستانکزي ۲۹ منډې جوړې کړې.

دا په داسې حال کې د چې افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۱۱ منډو په توپیرسره  بریا خپله کړه.

افغان لوبغاړي اصغر ستانکزي لومړۍ توپ‎اچوونه پیل کړه او په ټاکلو شویو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبدلې ته یی د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.

په دې لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي کریم جنت ۳، فرید احمد او راشد ارمان دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

افغانستان او اماراتو ترمنځ به د دې سریز ورستۍ درېیمه لوبه د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۸ (نن یک‎شنبې د لیندۍ ۲۸مه) ترسره شي.
 
شریک یي کړئ