Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان زمبابوې ته کرکټ کې د ۵۴ منډو په توپير ماته ورکړه

فغانستان زمبابوې ته په دوهمه نړیواله یو ورځینۍ لوبه کې د ۵۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه، د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ دوهمه سیالي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره ترسره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپوهنه یې پیل کړه.

‎ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۶۴، رحمت شاه ۵۳، نجیب ځدراڼ ۴۵ او محمد نبي عیسی خیل ۳۳ منډې جوړې کړې.

زمبابوې لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړی شو او د سیالۍ په ۴۲،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۴ منډې جوړې او لوبه يې د ۵۴ منډو په توپير افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغان کرکت ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري ، محمد نبي عيسی خيل او راشد خان درې - درې او امير حمزه هوتک او ګلبدين نايب دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغان کرکت ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري ، محمد نبي عيسی خيل او راشد خان درې - درې او امير حمزه هوتک او ګلبدين نايب دوه- دوه لوبغاړي وسوځول

شریک یي کړئ