Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران له چابهار بندر څخه تر هرات پورې د اورګاډي پټلۍ جوړوي

د ټولګټو وزارت چاواکي وایې چې د درېیو هېوادنو (هند، ایران، او افغانستان) ترمنځ خبرې اترې د اورګاډي پټلۍ پر جوړلو روانې دي. دغه لار به هرات له چابهار بندر سره ونښلوي.

د ټولګټو وزارت ویاند مهدي رحاني وایې:"هند چمتووالۍ ښودلی چې له چابهار بندر څخه تر هرات پورې د اورګادي پټلۍ جوړه کړي او دا به له چابهار بندر سره د افغانستان نښولو په برخه کې یو ښه ګام وي."

د سوداګریو او صنایعو خونو چاراکو د چابهار بندر له جوړولو هرکلۍ وکړ او له دولت څخه غواړي چې د چابهار بندر هوکړه لیک ژر ترژله لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال، توفیق داوري وویل:"د افغانستان د سوداګریو او صنایعو خونې د چابهار بندر د اورکاډي پټلۍ له جوړېدو هر کلی کوي او د دغه بندر ژر جوړېدل د افغانستان په ګټه بولي."

د سوداګریو وزارت ویاند، مسافر قوقندي د درې اړخیزه هوکړه‎لیک په اړه وویل:"د افغانستان حکومت چمتووالۍ لري چې د چابهار بندر د جوړولو هوکړه‎لیک ژر ترژه وروستی شي. د دغه هوکړه لیک ښکیل هېوادونه هم خوشاله دي چې ژر ترژره یې کار وروستی شي."

افغانستان په دې وروستیو کې د اورګاډي پټلۍ تجربه کوي. په هېواد او نړۍ کې د اورګاډي پټلۍ ارزښت ته په کتو سره ویل کېږي چې د افغانستان په دې هڅه کې دی چې د اورګاډي پټلۍ له لارې د نورو هېوادونو پټلۍ سره ونښلوي.

د ټولګټو وزارت چاواکي وایې چې د درېیو هېوادنو (هند، ایران، او افغانستان) ترمنځ خبرې اترې د اورګاډي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه