Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان دفوټبال فډراسیون د غړیتوب د ځنډولو لپاره د فیفا ګواښ

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د شنبې پر ورځ( د کب۷مه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون څخه غوښتنه کړې چې ټاکنې وځنډوي او زیاتوي «اوسنی‎وخت د رڼو، سوله‎ييزو او منظمو ټاکنو لپاره برابر نه دی.»

د فیفا مشرې، فاطمه سامبا په رسمي لیک اعلان کړی دی چې دا بنسټ نشي کولی د روان زیږدیز کال د اپریل پر ۲۵مه د ټاکنو څار په موخه خپل استازي افغانستان ته واستوي.

په لیک کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه غوښتل شوي:«خپلې چارې په خپلواکه توګه او د درېیم لورې له لاسوهنې پرته مخې ته یوسي.»

لیک زیاتوي:«له دې امر څخه هر ډول سرغړونه او ناتواني د فیفا د اساس پاڼې له مخې په یاد فډراسیون د بندیزونو د لګېدو لامل کېږي.»

د افغانستان فوټبال فدراسیون ته د فیفا لیک وروسته له هغې استول کېږي چې یوه ورځ مخکې د ولسي جرګې څلور غړي په ناڅاپي توګه فدراسیون ته ورغلي او د رایو پر پاڼو تر لاسلیک وروسته یې پر ټاکنو د مستقیمې څارنې غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې د ولسي جرګې دې پلاوي مشري د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون رئیس، عبیدالله بارکزي کوله.

ښاغلی بارکزی په دې اړه وايي:«دا زموږ حق دی چې له دې بهیر څارنه وکړو.»

دا ظاهرآ استدلال کوی چې د دوی څار له فیفا هم اړین وه.

د ویلو ده چې د هېواد د فوټبال فدراسیون اوسنی رئیس، کرام‎الدین کریم، هارون پوپلزی او یو تن سوداګر د فوټبال فدراسیون ټاکنو کې نوماند دي.

دا اندېښنې سره ورته دي، په دغه بهیر کې لاسوهنې؛ هغه څه چې آن د فوټبال نړیوال فډراسیون یې هم اندېښمن کړی دی.

د فوټبال سکرتر جنرال سید علي رضا آقا زاده وویل:«نه غواړو چې د افغانستان فوټبال د کویټ،پاکستان او یا هم د اندونیزیا د فوټبا له برخلیک سره مخ شي او هغه ویاوړنه چې ۹۵ او یا هم ۹۶ کلونو وروسته د افغانستان فوټبال ترلاسه کړي،د هغو لاسوهنو له امله زه فکر کوم چې واقعاً بې بنسټه دي،د افغانستان فوټبال له یوه بندیز او یا هم له پرځېدو سره مخامخ شي.»

د افغانستان فوتبال فډراسیون ته د فیفا په رسمي لیک کې ویل شوي دي، د دې بنسټ په ټاکنو کې چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۵ مه ترسره شوې وای، باید د فیفا له لوري د دغې قضیې تر څېړلو دا ټاکنې وځنډول شي.

په دې لړ کې په افغانستان کې د سپورت مینه‎وال په دې اړه ډېره اندېښنه لري، چې د افغانستان د سپورت لاسته راوړنې به د سیاسي اختلافونو له امله له لاسه ووځي.

د ملي اولمپیک کمېټې رییس ظاهر اغبر څرګنده کړه:«په داسې حال کې چې زموږ په هېواد کې جګړه ده،چاودنه ده،ځانمرکی دی؛خو د هېواد بچیان کولای شي چې افغانستان ته ستر ویاړونه راوړي که‎چېرې په دغې مسئله (سپورټ)کې لاسوهنه وکړي،ونه شي چې د افغانستان فوټبال او اولمپیک چارې وځنډول شي.»

دا چې په هېواد کې د سپورټ د ناوړه وضعیت په اړه د حکومت نظر څه دی، څرګنده نه‎ده، تر اوسه د حکومت هر لوړ پوړي چارواکي په دې اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.

 دا ځل د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود په سپورټي چارو کې د لاسوهنې د پایلو په اړه ګواښ کړی دی.

احمد ضیاء مسعود په دې اړه زیاته کړه:«که‎چېرې د افغانستان سپورټ مو سیاسي کړ،یا هم په سپورټ کې مو قومي مسايلو ته لمن ووهله،بیا په نیمه لاره کې دغه لاسته راوړنه به هم له منځه ولاړه شي او دا سم کار نه دی!موږ هېڅ بنسټ ته حق نه ورکو چې د افغانستان په سپورټي مسایلو کې لاسوهنه وکړي.پرېږدي چې سپورت خپل طبیعي لاره کج کړي.»

فوټبال، کرکټ او تکوانډو له طالبانو وروسته د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د نړۍ د کرکټ لسو غوره لوبډلو ته د افغانستان د کرکټ لوبډلې لارې پیدا کول، له ۱۹۸ ځای څخه ۱۵۱ ځای ته د افغانستان د فوټبال لوبډلې پورته کېدل او د المپیک مډال تر لاسه کول د افغانستان په تاریخ کې لویې سپورټي لاسته راوړنې بلل کېږي.

د فیفا مشرې، فاطمه سامبا په رسمي لیک اعلان کړی دی چې دا بنسټ نشي کولی د روان زیږدیز کال د اپریل پر ۲۵مه د ټاکنو څار په موخه خپل استازي افغانستان ته واستوي

شریک یي کړئ