Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کرکټ دوه ستوري د هند په غوره‎لیګ‎ کې لوبه کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ستوري محمد نبي عیسی‎خېل او راشد آرمان د هند پع غوره‎لیګ سیالیو کې د حیدرآباد په سن‎رایزر لوبډله کې لوبه وکړي.

د دې لیګ (آی پي ايل)نوی پړاو به د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اپریل میاشتې په درېيمه پیل شي او تر ۲۱ مې دوام ولري.

د سن‎رایزر لوبډله چې د حیدر آباد په استازي‎توب د هند په غوره‎لیګ کې ګډون کوي، د محمدنبي لپاره ۳۰ میلیونه او راشد ارمان لپاره ۴۰ میلیونه هندي کلدارې ورکړې. 

د یادونې وړ ده چې تېر کال سن‎رایزر لوبډله د هند غوره لیګ‎ اتله شوه.

د نن ورځې (دوشنبې د کب ۲مه) جراجي کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډل‎مشر، اصغرستانکزی او شهزاد محمدي د کومې ډلې له لورې ونه پېرل شول، خو دا دواړه لوبغاړي بل چانس هم لري چې وپېرل شي.

دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان لوبغاړي د نړۍ لوی غوره لیګ کې لوبه کوي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د هند سفیر هم په خپله توېټرپاڼه کې له دې پرېکړې خوښې څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې د هند له لوبډلو کې د افغانستان لوبغاړو لوبېده یې «یوازېنۍ هیله» وه، او دا بریا دې د افغانستان خلکو ته نیکمرغه وي.
 
د سن‎رایزر لوبډله چې د حیدر آباد په استازي‎توب د هند په غوره‎لیګ کې ګډون کوي، د محمدنبي لپاره ۳۰ میلیونه او راشد ارمان لپاره ۴۰ میلیونه هندي کلدارې ورکړې

شریک یي کړئ