که څه هم چې د بامیانو ولایت سکی کوونکی نجونو پوره امکانات نه لری خو له دغې سپورټسره د دوی مینه ورځ تر بلې زیاتېږي. او سږ کال یې د سکي لوبو په لارې اچولو سره د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله.
زمونږ همکار دهغې کورنۍ ژوند انځور کړی چې څلور غړي یې ورزشکاران دی او دوی غواړي له همدې لار د جنسیتي توپیرونو سره مبارزه وکړي. ماشومان هم له دغې لوبې سره مینه لري.
د بامیانو نجونې او هلکان په دې سیمه کې د واورې او غره مینان دي او د ژمي ساړه وختونه په خوشحالیو سره تېروي. لکه څنګه چې نن یې د ښځو نړیواله ورځ لمانځلې ده او د لوبې ګټونکي وستایل.
د سکي هغو لوبغاړو چې په دې لوبو کې دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ، سره خویندې دي او له خپل پلار مور او ورور سره د بامیانو په یوې برخه کې اوسېږي. سپورت د دې کورنۍ د ژوند نه هېرېدونکی مسلک دی.
ذکیې له پنځو کلونو راهیسې د سکي لوبه کوي او ریحانیې تېر کال دا لوبه پیل کړه.
دا کورنۍ په دې باور ده چې جنسیتي تبعیض باید لهمنځه لاړشي. د دغې کورنۍ داشان نظر یادې کورنۍ ته ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي.
ذکیه د کورنۍ مشره لور او د نفقې برابرونکې هم ده. هغه د بامیانو په یوه مېلمستون کې کار کوي.
د غرونو په لمنه کې له لوبو وروسته د ذکېې یوه کاري ورځ پیلېږي. ستړې ده خو په مینېسره خپل کارته ورځي او هغو مېلمنو ته خدمت کوي چې د بامیانو د ښار لېدو ته ورځي.