Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نبي او راشد له امله د هند غوره لیګ افغانستان کې ډېر لیدونکي لري

د هند غوره لیګ د کرکټ سیالۍ اوس‎مهال په افغانستان کې تر ټولو سپورټونو ډېر لیدونکي لري.

د دې لوبو د لیدونکو ډېروالي لامل د حیدرآباد سن‎رایزر لوبډلې کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو راشد خان او نبي‎عیسی‎خیل شتون دی.

د دې لوبغاړو غوره لوبېدل په دې لوبو کې لامل شوي دي چې په هېواد  کې دېر شمېر کسان دا لوبې وګوري.

په کابل کې یو شمېر هټی‎وال او پلورنکي د راشد او نبي لوبې لیدو لپاره خپل کارو بار پرېږدي او ټلویزیون ته مخه کوي.

یو تن پلورنکی وايي:«سره له دې چې هند په کرکټ کې دومره بریا لري، زموږ لوبغاړي یې اخیستي او دا زموږ لپاره ویاړ دی.»

د کابل بل اوسېدونکی زیاتوي:«ډېر خوښ یم او دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»

هېوادوال وايي چې د هېواد کرکټ لوبغاړو مینې لپاره اړ کېږی چې د هند غوره لیګ لوبې وګوري.

د کابل اوسېدونکی څرګندوي:«د افغان لوبغاړو ټاکل کېدل لوی ویاړ دی.»

د کابل بل اوسېدونکی هم داسي وايي:«کله چې موږ افغان لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې ګورو ډېر خوشاله کېږو.»

نبي عیسی خېل او راشد ارمان دوه افغان کرکټ لوبغاړي دي چې د بنګله دېش غوره لیګ کې تر لوبېدو وروسته اوس د هند په غوره لیګ کې لوبه کوي، او د هند خلک هم د دوی لوبې ته حیران دي.

د حیدرآباد غوره سن‎رایزر لوبډله د هند غوره لیګ کې لوبه کوي چې د راشد ارمان یې په ۴۰ میلیونه هندي کلدارو او نبي عیسی خېل یې په درې میلیونه واخیست.

تېر کال یاده لوبډله د هند غوره لیګ اتله وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه سن‎رایزر له پنځو لوبو درې ګټلې دي.

وروستۍ لوبه یې له پنجاب لوبډلې سره وه چې نبي او راشد ښه وځلېدل.

یاده لوبډله د تو‎پ‎اچونې په برخه کې ښه ځلېدلې ده او په ترسره شویو لوبو کې یې ۳۹ وکټې اخیستې دي.

ټاکل شوې ده چې سن‎رایزر نن(چهارشنبې د وري۳۰مه) د ډیلي ډیولس لوبډلې سره لوبه وکړي او دا لوبه له لمر ټلویزیون څخه ماښام ۷ بجې خپرېږي.
 
د دې لوبو د لیدونکو ډېروالي لامل د حیدرآباد سن‎رایزر لوبډلې کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو راشد خان او نبي‎عیسی‎خیل شتون دی

شریک یي کړئ