Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند په غوره لیګ کې د راشد فوق العاده ځلېدل

د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان ارامان د هند د غوره لیګ د سن رایزر حیدراباد په لوبډله کې په خپله لومړنۍ لوبه کې چې د چهارشنبې په شپه د رایل چلینجر په وړاندې ترسره شوه،فوق العاده وځېدل او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلۍ دوه لوبغاړي وسوځوي.

په دغې لوبه کې،سن‎رایزر لوبډله وتوانېده رایل چلینجر لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر سره ماتې ورکړي.

په پیل کې پچه د رایل چلینجر لوبډلې وګټله،خو توپ اچونه یې غوره وبلله او د سن‎رایزر لوبغاړو لوبه ښه پیل کړه او وتوانېده چې په ۲۰ اورونو کې سیالۍ لوبډلې ته ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.چې رایل چلینجر لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او یوازې وتوانېدل چې ۱۷۲منډې ترلاسه کړي.

محمد نبي عیسي خېل د ملي لوبډلې بل لوبغاړی دی چې په دغې لوبډله کې له راشد خان سره یوځای لوبه کوي،د چهارشنبې ورځې د لوبې په ترکیب کې هغه حضور نه درلود،خو لوبه یې د لوبغاړو له تم‎ځای څخه لیده.

په دغې لوبه کې یوفراج سېنګ وتوانېد چې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړي.

راشد او محمد نبي د هېواد د کرېکټ یوازیني دوه لوبغاړي دي چې د هند په غوره لیګ کې لوبېږي.

په دغې لوبه کې د رایل‎چلنجر هېڅ یو لوبغاړی نه وه سوځېدلی،دا چې راشد ارمان راغی او وتوانېد د شپږم اوور په پيل سره مندیپ سېنګ د رایل چلینجر لومړنی لوبغاړی یې وسوځاوه.

هغه د مندیپ په سوځولو سره وتوانېد له ځانه ښه وړتیا وښيي.راشد همدارنګه خپله دویمه ویکټه په ۱۳ اوور کې ترلاسه کړه.راشد په ماهرانه توګه توپ اچونه وکړه او د رایل چیلنجر لوبغاړی ټراویزهېډ یې د یوفراج سېنګ د کېچ(توپ نیولو)په پایله کې وسوځوه.

په دې ترتیب سره راشد ارمان د ۴ اوورونو په لوبولو سره وتوانېد چې سیالۍ لوبډلې ته ۳۶ منډې ورکړي او ۲ لوبغاړي یې هم وسوځوي.

راشد همدارانګه د هېواد د ملي لوبډلې په وروستیو لوبو کې چې د ایرلنډ په وړاندې په هند کې ترسره شوې وې،هم ښه وړتیا وښوده.

د لوبې په پای کې د سن‎رایزر لوبډلمشر ډېویډ وارنر د راشد په اړه وویل:«دا د راشد لپاره د نړۍ،د هند د غوره لیګ او همدارنګه د افغانستان لپاره ښه پیل دی.»

د هند د غوره لیګ له پيل څخه وړاندې راشد او نبي د هند د غوره لیګ سره په مرکه کې ویلي وو:«دا زموږ لپاره یو ویاړ دی چې موږ د هند غوره لیګ ته غوره شو.»

شریک یي کړئ