Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ۶ بایسکل ځغاستو ۴ لومړني مقامونه تر لاسه کړل

د هېواد د بایسکل ځغاستې ملي لوبډلې په پاکستان کې د دوه اړخیزې سیالۍ اتلولي ترلاسه کړه.

دا سیالۍ د افغانستان او پاکستان د دوه اویا بایسکل ځغاستو په ګډون د ۱۶۷ کیلو مترو په واټن ترسره شوې. د افغانستان د بایسکل ځغاستې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوستۍ او سولې د جام سیالۍ وګټله.

په دې لوبه کې احمد میرزايي اتلولي ترلاسه کړه، حنیف شهرستاني دویم، سید علي اصغر جعفري درېیم مقام وګاټه، او روح الله نظري بیا څلورم ځای ترلاسه کړ.

احمد میرزايي وویل:«دغه سیالۍ ډېرې ښې وې او زه وتوانېدم له ټولو ګډونکوونکو څخه مخکې شم او لومړی مقام مې ترلاسه کړ.»

حنیف شهرستاني څرګنده کړه:«موږ له ډېرو لږو امکانانو او زموږ د فډراسیون د رییس په شخصي لګښت په دغو سیالیو کې مو ګډون وکړ.له هغې سره سره له نېکه مرغه وتوانېدو چې له لومړي تر څلورمه تر لاسه کړو.»

سید علي اضغر جعفري هم وویل:«موږ په کابل کې له ډ‌ېرو ستونزو سره مخامخ یوو.د موازي فډراسیونو رامنځته کېدل او د تمرین لپاره د ځای نشتون،هغه ستونزې دي چې موږ له هغه سره لاس او ګرېوان یو. خو بیا هم لوبغاړي له لوړې انګېزې سره په دغو سیالیو کې ګډون وکړ او وتوانېدل چې له پاکستان څخه کابل ته د اتلولۍ جامونه راوړي.»

ویل کېږي چې دا سیالۍ د افغانستان او پاکستان د بایسکل ځغاستو په ګډون د لاهور په ښار کې د ۱۶۷ کیلو مټرو په اوږدوالي ترسره شوې.

شریک یي کړئ