Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پارې‎سن ژرمن په وړاندې د بارسلونا غوره لوبه

بارسلونا د ۱-۶ پایلې سره پارې‎سن ژرمن ته ماتې ورکړه او د دوه لوبو ټولګه ۵-۶ سره د اتلانو لیګ یو څلورم پای لوبې ته لاره پيدا کړه.

بارسلونا چې د تګ په لوبه کې ۴-۰ ماتې خوړلې وه،د چهارشنبې په شپه په لوبه کې،د یوه فوق العاده نندارې په وړاندې کولو سره و توانېد ۱-۶ بریا ته ورسېږي او بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

د لوبې په ۳ مه دقیقه کې لئیس سوارز د بارسلونا لپاره لومړنی ګول ترسره کړ.لوبه ۱-۰ شوه.

لوبه همداشان روانه وه چې د لوبې په ۴۰ دقیقه کې بارسا دویم ګول ترسره کړ.او دغه ګول اینیستا ترسره کړ.

د لوبې لومړنۍ نیمه ۲-۰ له پایلې سره پای ته ورسېده.

د لوبې په دویمې نیمه کې بارسا لوبه له برید سره پیل او دا ځل هم دغه لوبډله ډېر ژر ګول ته ورسېده او نېمار یو پنالتي ترلاسه او دغه پنالتي د مسي له خوا په ګول بدل شو.

خو د لوبې په ۶۲ دقیقه کې پاري‎سن ژرمن هم خپل لومړنی ګول ترسره کړ.د بارسا لوبغاړو چې د له لاسه ورکولو لپاره یې څه نه‎لرل لوبه یې یرغلي کړه او د لوبې په ۸۸ دقیقه کې نېمار د یوې آزادې ضربې په ترسره کولو سره د بارسا ۴ ګول ترسره کړ.خو یوځل بیا هم د لوبې په لومړنۍ اضافه دقیقه کې نېمار د پنالتي یو ضربه په ګول بدله کړه او لوبه ۵-۱ شوه.

په وروستیو ثانیو کې تراشټګن هم وړانډې راغی ترڅو بارسا له خپلو ۱۱ لوبغاړو سره د پارې‎سن ژرمن پر دورازې فشار راوړي چې په پایله کې ۹۰+۵ دقیقه کې سرجي روبرټو وتوانېد چې د بارسا لپاره ۶ ګول ترسره کړي او ۱-۶ له پایلې سره خوږې بریا ته ورسېږي. او د اروپا د اتلانو لیګ بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

بارسلونا د اروپا د اتلانو لیګ په تاریخ کې یوازینۍ لوبډله ده چې د ۴-۰ له ماتې څخه وروسته د راتګ په لوبه کې دغه ماته جبران کړي.

شریک یي کړئ