د هېوا د کرېکټ ملي لوبډله نن شنبه(د وري ۱۲ مه) د دغې لوبې د یو شمېر مینهوالو د شور او هیجان سره مل هېواد ته راورسېده.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سفر کې د بېلابېلو سیالیو څخه د اتلولۍ پنځه جامونه ترلاسه کړل.
د هېواد اجرائيه رییس عبدالله عبدالله د کرېکټ د ملي لوبډلې د اتلولۍ د ستاینې لپاره د حامد کرزي هوايي ډګر ته تللی وه.
ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل:«د هغوی د هڅونې لپاره او د دې لپاره چې هغوی پوه شي چې د ملي یووالي حکومت مشران او د افغانستان خلک د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې له بریا خوشحاله دي دلته راغلي یوو.»
د هېواد د کرېکټ بورد رییس شکرالله عاطف مشعل څرګنده کړه:«زه دوی او خلکو ته ژمنه ورکوم چې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د پرمختګ او همکارۍ لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخلم.»
په همدې حال کې،د کرېکټ ملي لوبډلې ځینې غړي د زېمبابوې او ایرلنډ په وړاندې پرلهپسې بریاوې او همدارنګه د انټېرکانټېننټل په سیالیو کې د لومړي مقام خپلول د هېواد د کرېکټ په تاریخ کې ستر ویاړ وباله.
د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي وویل:«د انټر کانټېننټل په جام کې د افغانستان بریا ډېره اړینه وه دا د لوبغاړو هڅه او د خلکو دعا وه چې موږ دغو بریاو ته لاره پیدا کړه.»
د کرېکټ د ملي لوبډلې غړي نبي عیسي خېل څرګنده کړه:«دا ځل موږ د لوبې په هرې برخه کې ښه انډول درلود. هیله ده چې په راتلونکو کې هم زموږ بریاوې دوام پیدا کړي.»
د کرېکټ بل ملي لوبغاړي شهزاد محمدي هم وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې هڅه وکړو چې افغانستان په هره لوبه کې بریالی شي.»
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله کابل ته له ستنېدو وروسته د هېواد کرېکټ بورد ته ولاړل او د څو نیالګیو په کېنولو سره له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د خپل چاپېریال په زرغونتیا کې ډېره هڅه وکړي.