Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته د۳۰ منډو په توپير سره ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه چې په هندوستان کې ترسره شوه ۳۰ منډو په توپير سره یې خپلې سیالۍ لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې،لومړۍ لوبه افغان لوبغاړو پیل او د ۵۰ اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ایرلنډ لوبډلې ته یې ۲۹۲ منډې هدف وټاکه.

د ایرلنډ ملي لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د افغانستان په وړاندې یې ماتې وخوړه.

په دغې لوبه کې رحمت شاه زرمتي د ۷۸ منډو په ترسره کولو سره د خپلې لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه لرله.

د دغې لوبې په پای کې د افغان کرېکټ لوبډل مشر اصغر ستانکزي وویل:«هره لوبه ډېره مهمه ده.ایرلنډي لوبغاړو ښه لوبه وکړه.خو د دغې لوبې بریا د راشد خان او دولت ځدران د هڅو له امله وه.»

ټاکل شوې ده د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د ایرلنډ په وړاندې ۴ نورې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

شریک یي کړئ