Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکرېکټ ملي لوبډلې په لومړنۍ ۲۰اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې د ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه له بریا سره پای ته ورسوله.په دغې لوبه کې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډله وتوانېده د ۶ ویکټو په توپير سره ایرلنډ ته ماتې ورکړي.

په دغې لوبه کې،لومړنی ایرلنډ د توپ وهنې په برخه کې لوبه پیل او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۵ منډې ترسره کړې چې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یې ۱۶۶ منډې هدف وټاکه.

د توپ‎وهنې په برخه کې،د ایرلنډ لپاره پوسن و توانېد چې ۵۶ منډې ترسره کړي او د توپ‎اچونې په برخه کې د افغانستان لپاره امیر حمزه ښه وځلېد او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځوي.

د هېواد د کرېکټ ملې لوبډله د لوبې په دویمه یعنې د توپ‎وهنې برخه ښه پیل او په ۱۸ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ورکړل شوی هدف بشپړ او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړه.

د دغې لوبې په پای کې سمیع‎الله شینواری د ۵۶ منډو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو د فني مسؤولانو له خوا د غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د همدغې اوونۍ د جمعې په ورځ د همدغې لوبډلې په وړاندې خپله دویمه ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کوي.

شریک یي کړئ