د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به سبا(چهارشنبې د کب ۱۸ مه)د ایرلنډ په وړاندې به خپله لومړنۍ ۲۰ اویزه لوبه ترسره کړي.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبدله به د هند په ګریترنویدا لوبغاړي له ایرلنډ څخه هرکلی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړو له ایرلنډ سره ۷ ۲۰ اوریزه لوبې ترسره کړي دي چې ۴ بریاوې او ۳ ماتې په خپله کار نامه کې لري.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له یو اوونۍ راهیسې د هند په ګریټرنویدا لوبغاړي خپل سخت تمریتونه پیل کړي دي.
د افغانستان او ایرلنډ وروستۍ لوبه د صحرا جام په سیالیو کې چې د کرېکت د نړۍ د دویمې درجې هېوادونو ترمنځ لوبه کې یوځل په ډلهیزه پړاو او وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړې ده.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره ۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي چې ۵ ماتې او ۳ بریاوې یې لرلې دي.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې او د زېمبابوې له ماتې وروسته د کرېکټ د نړیوالې شورا په ډلبندۍ کې يې خپل ځای تثبت کړ،اوس له لوړې انګېزې سره د ایرلنډ په وړاندې ډګر ته وردانګي.