ټاکل شوې ده چې سبا چهارشنبې (وري په لومړۍ نېټه)د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمڼځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له دغې لوبډلې سره په خپلو تېرو درېیو یو ورځنیو لوبو کې دوه بریاوې او یوه ماته په کارنامه کې لري.
دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه توب په هندوستان کې ترسره کېږي.
د کرېکټ ملي لوبډلې تراوسه له ایرلنډ سره ۱۱ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي چې په دغو لوبو کې ۵ بریاوې او ۶ ماتې له ځانه سره لري.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د ۳۴ یو ورځنیو لوبو په ترسره کولو د کرېکټ د نړیوالۍ شورا په نوملړ کې ۱۰ مقام او ایرلنډ د ۲۴ لوبو په ترسره کولو سره ۱۲ مقام لري.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د دغې لوبډلې په وړاندې په درې ۲۰ اوریزو لوبو کې چې د افغانستان په کوربه توب د هند په ګریټرا نودا کې ترسره شوې،ماته وکړه او د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې له ماتې څخه پرته د ۱۱ بریاو یو نړیوال ریکاډ جوړ کړي.