د بارسلونا کلب له خپل یوروګوایي ستوري لویس سوارېز سره د قرارداد وغځاوه او له دې سره به دا لوبغاړی تر ۲۰۲۱ زیږدیز کاله پورې له دې کلب سره لوبه کوي.
دې ګولوهونکي وروسته له هغه چې د ۲۰۱۴ کال په دوبي کې د ۷۵ میلیونه پونډه قرارداد سره له لېورپول ا نګلیسي کلب څخه بارسلونا ته ولاړ او په لالیګ لوبو کې یې ۱۰ ګولونه ووهل.
دا په داسې حال کې ده چي بارسلونا له نیمار، بوسکتس او ماسکرانو سره هم قرادادونه غځولي وو.
سواریز د قرارداد له غځولو وروسته وویل:«.زه خوښ یم، ځکه په هغه ځای کې یم چې باید ووسم.»
سواریز په ۲۰۰۳ کال کې هغه ځای چې غوښتل یې د ژوند هیله درلوده او اوس په هغه ځای کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي چې په ځانګړې توګه هغې ته جوړ شوی دی.
مخکې له دې چې بارسا ته راشي لږ جامونه یې ترلاسه کړي وو او خوښ نه وه. وروسته له ۱۰ کلونو چې د سرو زرو بوټ یې ترلاسه کړ، نو ځان یې ثابت کړ چې غوره دی.
تېر فصل کې دی د اروپا غوره ګل وهونکی وه او د ۴۰ ګلونو وهلو سره د لالیګا د ګول ښاغلی وه. سواریز په ۱۱۷ لوبو کې ۹۷ ګولونه وهلي او په دې ترڅ کې یې ۴۸ پاسونه هم ورکړي دي.
نوموړی اوس د بارسلونا لپاره د ۹ شمېرې درلودونکی لوبغاړی دی.
د ویلو ده چې د نوموړي د قرارداد فسخې شمېر ۲۰۰ میلیونو یورو ته رسېږي.