د افغانستان شاهین آسمايي لوبډه د کوربه بنګلهدیشي لوبډلې محمدان پر وړاندې له ماتې منلو وروسته د شیخ کمال له سیالیو ووته.
دا لوبې چې هر کال یو یوځل ترسره کېږي، د افغانستان په استازېتوب د غوره لیګ اتل شاهین اسمايي په کې ګډون کړی وه چې د کوربه هېواد محمدان پر وړاندې یې له ماتې خوړلو سره له مخکې تګ پاتې شو.
شاهین آسمايي خپله درېیمه لوبه د شنبې پر ورځ وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې شاهین آسمايي له چیتاکانګونګ سره په لوبه کې درې د یو پر وړاندې ماته وخوړه، خو له هټریک سره په لوبه کې یې بریا خپله کړه.
په پای کې شاهین له دوو ماتو او یوې بریا سره د شیخکمال له لوبو ووتو.
د شیخ کمال تېر کال لوبو کې د افغانستان سپینغربازانو ګډون کړل وه.