Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبي: افغانستان څلور ورځنیو کرکټ لوبو ته چمتو دی

د هېواد کرکټ او د هند غوره لیګ د سن‎رایزر لوبډلي لوبغاړي، محمد نبي عیسی خېل ویلي دي چې افغانستان څلور وروځنیو نړیوالو لوبو ته چمتو دی.

دی زیاته کړې ده چې کرکټ کولی شي په افغانستان کې د سولې راوړونکي ووسي او په هېواد کې یې هره ورځ مینه‎وال د ډېریدو په حال کې دي.

محمدي نبي "د هندو" ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې ویلي دي:«کله چي موږ لوبه پیل کړه حالات ډېر سخت وو. خو اوس دوی(د هېواد کرکټ لوبډله)ډېر ښه دی اوس ډېر ښه ځایونه (د کرکټ لپاره) کابل، کندهار او جلال آباد کې شته او راتلونکی روښانه ښکاري.»

دی زیاتوي:«ډېر شمېر ځونان لویې لوبې ترسره کوي او په دوی کې ښه استعدادونه شته او دا د سپورټ لپاره ښه زیری دی.»

ښاغلي نبي وړاندې د نړیوالو څلور ورځنیو لوبو په اړه د افغانستان له چمتووالي خبر ورکړ.

ده وړاندې وویل:«افغانستان دې لوبو ته چمتو دی اوس چې یې زمبابوې ته په کور د ننه او بهر ماته ورکړه.»

راشد آرمان او نبي عیسي‎خېل د هېواد دوه کرکټ لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره د هند په غوره لیګ کې لوبه کوي. راشد د دې لوبو په پیل کې له ځان څخه ښه وړتیا وښودله او د سن‎رایزر لوبډلې لپاره چې دی په کې لوبیږي دوه ویکټې ترلاسه کړې، په پای کې سن رایزر لوبډله د ۳۵منډو په توپیر سره لوبه د رایل چلنجر څخه وګټله.

وروسته له دې لوبې نبي خبریالانو ته وویل:«موږ دلته یوو تر څو ښکاره کړو چې په افغانستان کې هم استعدادونه شته. په دې لوبه کې د راشد ونډه مهمه وه او دا یو غوره پیل وه.»

نوموړي هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته وویل:«راشد څه ناڅه ورخطا وه ځکه شاوخوا یې داسې لوبغاړي وو چې په نړۍ کې لوی نوم لري. ورته مې وویل چې که دې لوبه سمه ترسره نکړه نو وهل به وخوري، نو باید چې سمه لوبه وکړې.»

دې دواړو لوبغاړو په دې وروستیو کې د اېرلنډ پر وړاندې لوبو کې چې په ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو کې افغانستان بریالی وه، ښه وړتیا ښودلې وه.

اوس دوی د هند غوره لیګ لوبو کې خوشاله دي.

نبي په دې اړه وویل:«دا یو حقیقت دی کله چې زموږ نوم د نورو لوبغاړو ترڅنګ داوطلبۍ کې راغی ډېر خوشاله شوم. کله چې زه او راشد د سن رایزر لخوا وټاکل شوو نو دا زموږ لپاره یو خوب وه.»

دی په دې باور دی چې د هند په غوره لیګ کې د دوی ګډون د افغانستان لپاره مهم دي.

ده څرګنده کړه:«زموږ مینه‎وال ورځ تربلې زیاتېږي. زه پوهېږم چې په دې نوملړ کې شتون ډېر سخت کار دی او سن رایزر په دې لوبو کې ډېر لوبغاړي نمکټ لري او که ماته موقع راکړل شوه نو ځان به ښه ثابت کړم. »

نبي زیاته کړه هڅه کوې چې د سن رایزر له تخنیکي کادر څخه نوي څه زده کړي.

وروسته له دې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي، لالچند سیتارام راجپوت ویلي دي چې د افغانستان لوبډله به تر راتلونکو درېیو کلونو پورې څلور ورځنیو لوبو ته چمتو شي.

ده زیاته کړې ده چې د هند په غوره لیګ کې د راشد او نبي لوبېدل د افغانستان لپاره هم لویه خبره ده.

ښاغلي راجپوت وړاندې ویلي چې د دې دواړو لوبغاړو ګډون د هند په غوره لیګ کې نورو لوبغاړو ته هم د هڅونې لامل کېږي.

ده وړاندې وویل:«دوی په نړیواله کچه لوبغاړي دي او دوی به له خپلو نورو ملګرو چې په لوبډله کې اوس ورسره دي ډېر څه زده کړي. زه په دې آند یم چې د هند په غوره لیګ کې به د افغانانو شمېر زیات شي.»

افغانستان ډېره هڅه وکړه تر څو نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو ته لاره پیدا کړي او په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې یې ۵۰اوریزو لوبو ته لاره پیدا کړه. په دې وروستیو کې یې د اېرلنډ پر وړاندې هم ښه لوبه وکړه.

راجپوټ د هند لوبډلې سره په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو بریالی شوی وه او تېر کال کې د هند ملي لوبډلې روزونکي په توګه وټاکل شو.

ده زیاته کړه:«دا لامل دی چې زه دلته راغلی یم. دا زما لپاره ښه تجربه ده تر څو له داسې کسانو سره کار کوم چې له ډېرو سختیو سره اوس دې ځای ته رسېدلي او ژمن دي.»

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان کرکټ لوبغاړو څخه ډېره هیله لري په ځانګړې توګه د هند په غوره ليګ کې.

راجپوټ د راشد په اړه وویل:«زه فکر کوم چې اوس په نړۍ کې راشد له غوره توپ اچوونکو څخه دی. هغه ډېره غوره او په ځېر سره توپ اچوي.دا ځوان هلک روښانه راتلونکی لري. نبي بل لوبغاړی دی چې په نړیوالو لوبو کې کار ورکوي.»

دی زیاته کړې ده چې کرکټ کولی شي په افغانستان کې د سولې راوړونکي ووسي او په هېواد کې یې هره ورځ مینه‎وال د ډېریدو په حال کې دي

شریک یي کړئ