Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبي او راشد د هند غوره لیګ کې د ځلېدو چمتوالی نیسي

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، محمدنبي عیسی‎خېل او راشد آرمان د هند کرکټ غوره لیګ "حیدرآباد سن‎رایزر" سره خپله لوبه پیلوي. ټاکل شوې ده چې د یادې لوبډلې لوبه سبا(چهارشنبه د وري۱۶مه) د رایل چلنجر سره ترسره شي.

نبي او راشد لومړني افغان لوبغاړي دي چې د هند په سن رایزر کې لوبه کوي او دوی خپل تمرینونه له خپلو نویو همکارانو سره په دې لوبډله کې پیل کړي.

دې دواړو لوبغاړو د ویب‎پاڼو سره په مرکو کې ویلي دي چې افغانان به په دې لوبو کې د دوی په لیدو ویاړ وکړي.

دوی ویلي دي:"دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د هند غوره لیګ‎ لپاره ټاکل شوي یوو. او ټول په دې تمه وو چې داوطلبي ترسره شي او موږ هم په نوملړ کې وو چې باید وپېرل شو."

نبي په دې اړه وویل:"کله چې دا داوطلبي ترسره شوه موږ په زمبابوې کې وو. سهار وو کله چې مو ټلویزیون روښانه کړ تر څو دا مراسم وګورو چې موږ ټاکل شوي یوو او که نه؟ کله چې زه د سن رایزر لخوا وټاکل شوم نو زما خوشالي بې‎اندازې وه."

دی زیاتوي:"دا زما او زما د لوبډلې لپاره یوه لوبه لاسته راوړنه وه. دا د افغانستان کرکټ لپاره لویه شیبه ده. کله چې موږ کورته ستانه شوو له موږ تود هرکلۍ وشو. دا زما یو خوب وه چې رېښتیا شو."

راشد د هېواد کرکټ ملي لوبډلې ۱۸ کلن لوبغاړي په خپله مرکه کې ویلي دي چې تل مې غوښتل د هند په غوره لیګ‎ کې لوبه وکړم او " دا مې یو خوب وه چې رېښتیا شو."

راشد زیاتوي:"ما تل غوښتل چې د هند په دې ټورنمنټ کې لوبه وکړم. زه ډېر حیران یم چې دې لیګ ته مې لاره پیدا کړې ده او دا زما خوب وو چې حقیقت شو اوس دلته په حیدر آباد کې یم تر څو خپل خوبونه رېښتیا کړم، د یوه ملت او کس په توګه مو ډېرې هڅې کړې دي او اوس یې وخت رسېدلی دی چې د هند له غوره لیګ څخه ښه تجربه ترلاسه کړو."

دی په دې آند دی چې د هند په غوره لیګ کې لوبه کوله ښه تجربه ده او له غوره روزونکو سره به ډېرې تجربې ترلاسه کړي.

راشد وړاندې وايي:"دا زموږ د دواړو لپاره ښه موکه ده. موږ په سن رایزر کې د روزونکو ښه کادر لرو. موږ به راتلونکې ته وګورو او هڅه به وکړو چې مورلتران ته نېږدې کار وکړو. د یوراج سنګ، ډیویډ وارنر او کني ویلیم سن ماته ځانګړې خوشالي راکوي او د دوی ترڅنګ به ډېر څه زده کړم."

دی زیاتوي:"هیله لرم چې ډېرې مثبتې لاسته راوړنې ولرو او موږ ترې داسې ګټه واخلو چې د افغانستان لپاره غوره لوبغاړي ووسو."

په همدې حال کې نبي په دې باور دی چې د هند غوره لیګ په نړۍ کې غوره دی او میلیونونه لیدونکي لري.

دی وايي:"دا په نړۍ کې یو غوره ۲۰ اوریز لیګ دی او په نړۍ کې یې ډېر کسان ګوري."

نبي د راشد په اړه وویل، کله چې مې هغه د لومړي ځپل لپاره ولید نو پر ښه استعداد یې پوه شوم او اوس ویاړ کوم چې په خوا کې مې دی.

دی زیاتوي:"هغه ته مې وویل چې که سخته هڅه وکړي نو ډېر ژر به د هېواد ملي لوبډلې ده راشي، هغه دا ترسره کړل او اوس دلته زما خوا کې دی. په ملي لوبډله کې مې هم ترڅنګ وه او اوس مې په غوره لیګ کې هم ترڅنګ دی."

عیسی خېل ټينګار کوي:"راشد په خپله دنده کې ډېر ژر نړیوالو سیالیو ته لار پیدا کړه، هغه یوازې څو کاله مخکې له توپ سره لوبه پیل کړه او اوس لوی کارونه کوي. ده  توپ اچونې هنر او تېزه توپ اچونه ژر زده کړه. راشد خپل استعداد ښکاره کړ."

راشد هم د نبي په اړه ویلي دي:" هغه یو غوره شخصیت دی چې دوی یې په لوبډله کې لري."

راشد د نبي په اړه زیاته کړې ده:"دی تل ملاتړ کوې او هڅونه کوي. هغه یو ځواک دی چې موږ تر پر نفس باور راکوي. لکه څنګه چې هغه وویل کله چې لومړۍ لاړم نو درې ورځې مې له رزونکي کوم ځواب ترلاسه نکړ خو نبي راته وویل چې باید ډېره هڅه وکړم تر څو ملاتړ مې وشي. په میدان کې هغه شیبه راته ډېره ځانګړې وه."

له بلې خوا نبي وايي کله چې د هند غوره لیګ پیل شي نو د افغانستان خلک به د ټلویزیونونو ترڅنګ کېني او لوبه به وګوري.

ده څرګنده کړه:"دوی له موږ څخه ډېره تمه لري او موږ به یې هم نا هیلي نکړو. زه ډاډه یم چې دوی به حیدرآباد سن رایزر ملاتړ وکړي. زه ډېر لیواله یم چې ډېر ژر لوبه پیل کړم، ځکه نور په تمه نشم پاتې کېدی."
له بلې خوا راشد ویلي دي:‎"‎د افغانستان کرکټ به نوی رنګ واخلي کله چې موږ په غوره لیګ کې تګ پیل کړو.‎"

دی زیاتوي:‎"موږ راتلونکي ته ګورو او په دې دوو میاشتو کې به ډېره هڅه وکړو. دا اړتیا ده چې د کرکټ په برخه کې موږ ښه کړنلاره ښکاره کړو، ښه ګامونه پورته کړو او ښې تجربې ترلاسه کړو.‎"

راشد د سن رایزر لوبډلې لخوا په ۶۰۰زره امریکايي ډالرو وپېرل شو.
ټاکل شوې ده چې د هند کرکټ غوره لیګ "حیدرآباد سن‎رایزر" سره خپله لوبه پیلوي. ټاکل شوې ده چې د یادې لوبډلې لوبه سبا(چهارشنبه د وري۱۶مه) د رایل چلنجر سره ترسره شي.

تاسو کولی شئ چې دا لوبه په ژوندۍ او کانوني بڼه ماښام ۶:۳۰ له لمر ټلویزیون څخه وګورئ:
 
نبي او راشد لومړني افغان لوبغاړي دي چې د هند په سن رایزر کې لوبه کوي او دوی خپل تمرینونه له خپلو نویو همکارانو سره په دې لوبډله کې پیل کړي

شریک یي کړئ