د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د نړۍ په کچه په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې دوهم آلراونډر لوبغاړی اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې په خپرولو سره د محمد عیسیخېل دا بریا د افغانستان کرکټ لپاره لویه لاسته رواړنه بولي.
محمدنبې عیسیخېل درې کاله د لوبډلمشرۍ پرمهال د کرېکټ په بېلابېلو لوبو کې یې ګډون کړی دی.
له دې سره محمد نبي د سریلانکا کرکټ لوبغاړی، انګري متیوس له ۳۱۸ امتیازو سره له مخې لیري کړ، اوس محمد نبي عیسی خېل ۳۳۱ امتیازه په یوې ورځنیو لوبو کې لري.
دی توانیدلی چې د بیټنګ په برخه کې ۱ زر او ۶۸۵ امتیازه ترلاسه کړي.
محمدنبې عیسیخېل د ۱۹۸۵ کال کې لوګر کې سترګې نړۍ ته پرانیستي او اوس مهال ۳۱ کلن دی.
د کرېکټ لوبډلې دغه د اومې شمېرې درلودونکي لوبغاړی د پاکستان په خاورینو ځمکو کې د کرېکټ لوبه پیل کړې ده. دی د طالبانو حکومت تر ړنګېدو وروسته او نوي حکومت راتلو سره افغانستان ته راغی او په افغانستان کې یې په مسلکي ډول کرېکټ پیل کړ.
محمد نبي په کامیابۍ سره خپله لاره لنډه کړه او د هېواد ملي کرېکټ لوبډلې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
عیسیخېل ښی لاسه لوبغاړی دی.