Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمېنه کې د نجونو د تکوانډو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل

په پلازمېنه کې د نجونو د ټکوانډو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پیل شوې او د دغو لوبو له ترسره کېدو موخه د هېواد د نجونو د ټکوانډو ملي لوبډلې ته د ۳۲ غوره څېرو جذبول ښودل شوي دي.

په دغو سیالیو کې د کابل،بلخ او هرات ولایتونو د منتخبو لوبډلو په چوکاټ کې ۱۰۰ تکوانډو کارو نجونو ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ د هېواد د ټکوانډو په ورزشي تالار کې ترسره او دوه ورځې دوام به وکړي.

د دغو سیالیو په پای کې د ۳۲ غوره لوبغاړو ترڅنګ پنځه غوره مبارزینې به په ا‌‌ذربایجان کې د اسلامي هېوادونو د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د ټکوانډو د ملي لوبډلې غړې تمنا فروتن په دې اړه وویل:«پنځه کاله کېږي چې زه د هېواد د ملي لوبډلې غړې یم،خو دا ځل واقعاً سیالۍ ستونزمنې شوې دي.ټولو لوبغاړو ښه چمتووالی نیولی او هیله ده بیا هم وکړای شم د ملي لوبډلې غړې شم.»

روبیتا نجرابي یوه لوبغاړې چې دغو سیالیو ته راغلې وايي:«دغه سیالۍ له هغو وسایلو سره چې په بهرنیو سیالیو کې ترې استفاده کېږي ترسره شوي او زه هیله لرم ترڅو د خپل وزن اتله شم.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه