Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د "ټاپي" د غازو نل‎لیکې پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه

د ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند هېوادونو مشرانو نن په رسمي توګه د ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي په نوم د غازو د نل لیکې پروژه پرانیستله.ټاکل شوې ده چې په سیمه کې د دغې ډېرې مهمې اقتصادي پروژې د تطبیق لپاره کابو ۱۰ مېلیارده ډالره ولګول شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ،د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف،د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، او د هند د ولسمشر مرستیال محمدحامد انصاري نن یکشنبې په یوې ځانګړې غونډه کې دغه پروژه یې د ترکمنستان په سوېل ختیځ کې د ماري په سیمه کې د ګالکینش په نامه د غازو ډګر ته نږدې پرانیستل شوه.

ویل کېږي چې د دغې نل لیکې اوږدوالی یو زرو ۸۱۴ کیلومټره دی چې له دې ډلې څخه ۲۰۰ کیلومټره یې د ترکمنستان له خاورې، ۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان له خاورې او ۸۰۰ کیلومټره یې د پاکستان له خاورې او له هغه ځای څخه له هند سره په پوله کې د فاضلکه په سیمه کې غځول کېږي.

قربان قلي بردي محمدوف د دغې نل لیکې په پرانیستغونده کي په خپلو ویناو کې څرګنده کړه: "دغه نل‎لیکه به د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې بشپړه شي او دغه نل‎لیکه د ۳۳ مېلیارده متر مکعبه غازو د لېږد وړتیا لري".

د ټاپي د غازو نل‎لیکه چې ټاکل شوې ده د ترکمنستان غاز د افغانستان د خاورې له لارې د پاکستان او هندوستان هېوادونو ته ولېږدوي او کولای شي چې د سیمو هېوادونو په منځ کې حسنه اړیکو او د سولې د ټينګښت په درشل کې حیاتي ونډه ولري.

په دې ډله کې ځینې داسې رپوټونه شته چې د دغې نل‎لیکې د لومړنۍ بشپړتیا په ۲۰۱۸ کال کې ښودل شوې ده.

په همدې حال کې د تېلو د راېستو یو شرکت چې په عربي متحده اماراتو کې مېشت دی د دغې نل‎لیکې د جوړې په اړه د ټاپي د پروژې له چارواکو سره د خبرو اترو په حال کې دي.

د ترکمنستان دولت همدارنګه اعلان کړی دی چې دغه هېواد له یوه جاپاني او ترکي کنسرسیوم سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی ترڅو د دغې پروژې دریېمه برخه د ګالکینیش په سیمه کې تطبیق کړي.

له بلخوا د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي دي تابع شوی هېواد یې د ټاپي لپاره لوړ ارزښت ته قایل دی او د هغه تطبیق ته ژمن دی.

هغه وویل: "له د دغې پروژې بشپړېدو ته به پاکستان قادر وي چې د ترکمنستان له غازو څخه استفاده وکړي او د انرژۍ په برخه کې چې دغه هېواد له کړکېچ سره مخامخ دی بریالی شي".

ولسمشر اشرف غني هم په دغو مراسمو کې له افغانستان سره د ترکمنستان له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او وې ویل: "ترکمنستان د افغانستان یو ښه او خیر غوښتونکی ګاونډی دی او پاتې به شي".

ښاغلي غني یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ترکمنستان د غازو د لېږد د همکارۍ لپاره د خپل هېواد له ژمنې څخه یې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: "پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د ترانزیت ترڅنګ هم همدارنګه هیله لرو ترڅو د چین لپاره هم د یو ترانزیټي هېواد په توګه واوسو".

ښاغلي محمدوف په افغانستان کې د ټولیزې سولې د ټينګښت په اړه روښانه کړه چې ترکمنستان په افغانستان کې د هر ډول سولې او امنیت د ټينګښت لپاره ژمن دی او یوځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد له اوږد مهاله همکاریو څخه ډاډ ورکړ.

د ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند هېوادونو مشرانو نن په رسمي توګه د ترکمنستان،افغانستان،پاکستان

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه