Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولت ژمنه وکړه چې د ټاپي د پروژې امنیت به تينګ کړي

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د ټاپي د پروژې د امنیت د تأمین لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي.

د کورینو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په اړه وویل: "موږ د دغې پروژې د پلي کېدو او د امنیت د ټينګښت لپاره د خپلو ټولو امکاناتو څخه به کار واخلو".

په همدې حال کې ولسمشر غني د ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي بدلون لپاره بنسټ بولي.

هغه وايي چې د دغې پروژې پلي کېدل په سیمه کې د افغانستان موقعیت یوه ټرانزيټي هېواد په توګه برجسته کوي.

د ترکمنستان د ګازو نل لیکه چې له افغانستان او پاکستان څخه په تېرېدو هند ته رسېږي، څه د پاسه یو زرو ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د دغې نل لیکې ۷۵۰ کیلومتره له تورغنډۍ څخه پيل او د هرات له رباط سنګي، ګذرې، انجیل او ادرسکن ولسوالیو په تېرېدو سره فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ته او له هغه ځایه کوټې ته رسېږي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې یو شمېر سیمې چې دا پروژه به پکې پلې شي ناامنې دي له همدې امله د دغې پروژې په وړاندې ستونزې شته خو ولسمشر غني د دغې پروژې عملي کېدو ته هیله من دی.

ولسمشر د تاپي پروژې د کار عملي کېدل په هېواد کې د لویو پروژو د عملي کولو په کار کې مهم بولي.

ولسمشر غني په دې اړه څرګنده کړه:"هغه ټکی چې د افغانستان د خلکو په استازيتوب وایم دا دی چې موږ هېڅکله شاته نه ګورو او دغه پروژبه به په هېواد کې د اقتصاد بنسټ به وي".

له بلخوا د کورنیو چارو او کانونو وزارتونو مسوولین وايي چې د دغې پروژې د امنیت د ټینګولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

د تاپي پروژې په عملي کېدو سره افغانستان په کال کې ۵۰۰ مېلیون ډالر د ترانزیت حق ترلاسه کولاي شي او تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې به له دې پروژې څخه په مناسبه بیه تر یو میلیارد او ۵۰۰ مېلیون مترمکعبه ګاز وپېري چې ډېره برخه به یې د عینک د مسو او حاجیګک د کانونو د راایستلو لپاره وکارول شي.

له بله پلوه یو شمېر کارپوهان په څلورو هېوادونو کې د تاپي پروژې عملي کېدل د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټور بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د ټاپي د پروژې د امنیت د تأمین لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه