Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو د حکومت د مشرانو هوکړه

د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ترمنځ د وروستیو ستونزو په رامنځته کېدو سره،بالاخره د حکومت دواړه مشران تېره ورځ ماښام د سیاسي اختلافونو د حل په موخه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په د خبرو اترو په دویم پړاو کې د سیاسي هوکړه لیک پر عملي کېدو او په ملي یووالي حکومت کې پرګډ کار ټینګار وکړ.

اجرائیه ریاست وايي چې په دغه لیدنه کې ولسمشرغني د اجرائیه رئیس د غوښتنو په اړه خپل لیدلوری له هغه سره شریک کړی او ټاکل شوې عبدالله عبدالله ډېر ېر له خپلو متحدانو سره د ولسمشر د لیدلوري په اړه خبرې اترې وکړي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم وویل:«ولسمشر په دغې لیدنه کې د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو،د اصلاحاتو په رامنځته کېدو، او د ملي یووالي په حکومت کې په ګډه کار کولو ټينګار وکړ،راتلونکې غونډه به د اختلافونو د پایلې د ترلاسه کولو لپاره به یو فرصت وي.»

تر اوسه روښانه نه ده چې دا اختلافونه به څه وخت د حکومت د مشرانو ترمنځ هوار شي، خو د مدني ټولنې یو شمېر غړي د دغو اختلافونو د دوام په صورت کې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د مدني ټولنې غړي سید ناصر موسوي څرګنده کړه:«د حکومت مشران باید نور نو ټول شیان د خپلو د اختلافونو قرباني نه کړي، دغه اختلافونه پر سیاسي،امنیتي او اقتصادي وضعیت ډېره بده اغېزه کړې ده.»

د بروکسل د غونډې په درشل کې د اختلافونو پای ته رسول، او د نړیوالې ټولنې د مرستو راجلبول یوه جدي اړتیا بلل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه نوراحمد بشیر داسې وايي:«ډېری خلک د دغه وضعیت زغم نه‎لري او نورو د خلکو حوصله نه ازمایي.»

اجرایه رئیس د دغو خبرو په لومړي پړاو کې ولسمشر ته د وړاندیزونو یو نوملړ سپارلی وی. هیله کېږي چې د خبرو په درېیم پړاو کې به دواړه مشران د دغو اختلافونو په اړه یوې حل لارې ته ورسېږي.

که څه هم چې دا کار د ملي یووالي حکومت دوه کلنې ته په نږدې کېدو سره کېږي.

د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ترمنځ د وروستیو ستونزو په رامنځته کېدو سره،بالاخره د حکومت دواړه مشرا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه