Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لویې جرګې د نه ترسره کېدو له امله پر حکومت نیوکې

د ملي یووالي حکومت پر سیاسي هوکړې د څارنې کمېسیون د ملي یووالي حکومت عمر پنځه کاله ګني او زیاتوي چې د یادې هوکړې یو شمېر برخې تر پښو لاندې شوې دي.

اخوا یو شمېر کارپوهان وايي چې د سیاسي هوکړې پر بنسټ دغه حکومت به له دوو کالو وروسته مشروعیت ونه‎لري.

د ملي یووالي حکومت اوسنی جوړښت په اساسي قانون کې نه شته،خو د ملي یووالي حکومت د قانوني کېدو لپاره د دغه حکومت مشران د حکومت د رامنځته کېدو په هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې له دوه کالو څخه وړاندې لویه جرګه جوړه او په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته کړي.

د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې پر پلي کېدو د څار کمېسیون رئیس محمد ناطقي وویل:«د مشروعیت مسئله اصلاً مطرح نه ده.حکومت د قانون پر بنسټ د پنځو کلونو لپاره دی ولې بنسټيز اعتراض دا دی چې د ملي یووالي حکومت د دغو دوو کلونو په اوږدو کې باید دغه کار ترسره کړی وای. »

د کارپوهانو په باور که‎چېرې د دوه کلونو څخه وروسته د اساسي قانون لویه جرګه جوړه نه شي د ملي یووالي حکومت مشروعیت به سخت تر پوښتنې لاندې راشي.

د سیاسي چارو کارپوه حامد صبوري وویل:«موږ په نږدې راتلونکي کې له ستر ناورین سره مخ یوو. د هوکړه لیک پر بنسټ، د ملي یووالي حکومت موده د راتلونکې میاشتې تر پایه پای مومي.پوښتنه دلته ده چې له دې وروسته به حکومت خپل مشروعیت ولري که نه،له بده مرغه موږ په دې اړه له یوې جدي ستونزې سره مخ یوو.»

د ملي یووالي حکومت د دغه حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې رامنځته شوی دي.
د تېرو دوه کلونو په موده کې باید د اجرائیه رئیس برخلیک هم څرګند شوی وای.

د پوهنتون استاد طاهر هاشمي په دې اړه زیاته کړه:«څنګه چې حکومت د سیاسي هوکړې پربنسټ رامنځته شو،اساسي قانون خپل ارزښت له لاسه ورکړ.»

د ملي یووالي حکومت د هوکړې د توکو نه عملي کېیدو د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي دي.

د دغه هوکړه لیک عملي کېدل د دواړو مشرانو لومړي توب بلل کېده.

د احمد شاه د بنسټ رئیس احمد ولي مسعود څرګنده کړه:«هوکړه لیک د ملي یووالي دولت مشروعیت دی چې د هغه پربنسټ د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.د دغه حکومت مشران د هوکړه لیک یوه برخه یې عملي کړې نه ده.ظاهراً هېواد له دوه کلونو څخه وروسته د ناورین خوا ته ځي،د ملي یووالي حکومت مشران د بروکسل غونډې لپاره وايي چې دغه فعالیتونه ترسره کوي.خو زه ډاډه نه‎یم هغه چا چې د دوه کلونو په موده کې هېڅ کار یې نه دی کړی له دې وروسته به یې هم ترسره نه کړي.»

له دې سره سره تر اوسه د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو برخلیک روښانه نه دی او همداراز خرابې امنیتي اوضاع د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ستونزمنې کړي دي.
خو وبه لیدل شي چې د دغو ستونو د هوارې لپاره به حکومت څه ډول اقدام وکړي.

د ملي یووالي حکومت پر سیاسي هوکړې د څارنې کمېسیون د ملي یووالي حکومت عمر پنځه کاله ګني او زیاتوي چ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه