Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان:بیت‎المقدس د فلسطین پلازمېنه ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، نن چهارشنبې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په شرمشریزه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې بیت المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه وپېژني.

هغه وویل چې امریکا باید د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس د رسمي پېژندلو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

ښاغلي اردوغان د ډونلډ ټرمپ دا اقدام د «ترهګرۍ د اقداماتو» لپاره یو مزد او لامل وباله او وې ویل چې د بیت‎المقدس ښار د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ پرېکړه به نړۍ د کرکېچ په لور یوسي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې اسراییل « یو ښکېلاک کوونکی او ترهګر دولت» دی.

هغه زیاته کړه:«بیت‎المقدس د مسلمانانو لپاره حیاتي اهمیت لري. موږ باید له دې ډېر د ظلم او تېري په وړاندې چوپ پاتې نه‎شو.»

په دغې غونډه کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم د ټرمپ پرېکړه د نړیوالو قوانینو پر خلاف یو اقدام وباله.

هغه وویل:«هېڅ هېواد نه‎شي کولای چې خپل سفارت بیت‎المقدس ته ولېږدوي.»

ښاغلي عباس وویل چې نور د سولې په بهیر کې د امریکا ونډه نه مني. هغه څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې امریکا له دې وروسته د منځني ختیځ په سوله کې ونډه و نه لري.

د هغه په وینا، د امریکا متحده ایالات به د ټرمپ د اقدام له امله د نړۍ د هېوادونو په منځ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ.

د فلسطین ولسمشر وویل چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس پېژندل «صهیونیست غورځنګ ته د ټرمپ ډالۍ» ده.

هغه په ډاګه کړه:«د فلسطین د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس د نه پاتې کېدو په صورت کې په منځني ختیځ کې به سوله او امنیت شونې نه وي.»

ولسمشر غني هم په دغې غونډه کې ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ