Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: ایران دې نړۍ پر هستوي پروګرام نه ګواښوي

ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیره، نیکي هېلي وايي چې ایران باید نړیواله ټولنه د هستوي هوکړې په ګواښلو سره په خپل ګرو کې ونه نیسي.

نوموړې وايي چې ایران باید د توغندیز پروګرام، له ترهګرو ملاتړ او بشري حقونو تر پښو لاندې کولو لپاره مسوؤل وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر، حسن روحاني وایي، که امریکا وغواړي بیاځلې پر ایران بندیزونه ولګوي، نو تهران به خپل اتومي پروګرامونه چټک کړي.

د ولسمشر روحاني دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې په وروستیو اونیو کې ځينو امریکایي چارواکو له ایران سره د لویدیځ پر اتومي هوکړې نیوکه کړې.

ده ګواښ وکړ چې ایران کولی شي یو ځل بیا خپل اټومي پروګرام پیل کړي او وړاندې وايي چې هېواد یې د هستوي هوکړې پرته نور غوراوي هم لري.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکي له ایران سره پر هستوي هوکړې نیوکې کوي او هغه ناکامه هوکړه بولي.

وروسته له دې چې د ایران ولسمشر، حسن روحاني د هستوي پروګرام بیا پیل ګواښ وکړ، امریکا وايي چې دا هېواد دې نړۍ پر هستوي پروګران نه ګواښوي

شریک یي کړئ