د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي هغه امریکايي سرحدي ځواکونه چې غواړي په سوریه کې یې رامنځته کړي له تشکیل څخه وړاندې به یې لهمنځه یوسو.
اردوغان وویل:«هغه هېواد چې موږ یې یو متحد بولو، زموږ په پولو کې د ترور د یوه پوځ په هڅه کې دی. د ترورو دغه پوځ، څه شی په نښه کوي، مسلماً تریکه.»
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په روځ د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف اعلان وکړ چې له خپل متحد کردي اورپکو سره له ترکیې، عراق سره د سوریې په سرحدي او همدارنګه د سوریې په خاوره کې د فرات تر سنده د ګزمې لپاره د نوي ځواک د جوړېدو هوډ لري.
خو د ترکیې ولسمشر د دغې موضوع په غبرګون کې وویل:«زموږ ماموریت دا دی چې دغه ځواک له دې مخکې چې وزېږېږي، لهمنځه یوسو.»
د سوریې حکومت هم د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې دغه نوی ځواک به له منځه یوسي. د دمشق حکومت متحد روسیې هم دغه طرحه د سوریې وېش او د هغه هېواد د یوې برخې د امریکې تر کنټرول لاندې بولي.
د رویټرز د رپوټ پر حواله د ترکیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ دننه په سوریه کې د کردي اورپکو څخه ملاتړ د ترهګریزو سازمانونو څخه ملاتړ وباله او د هغه د ملاتړ په اړه یې ګواښ وکړ.
له بلخوا یوې کردي کارپوهې فوزیې یوسف رویټرز ته ویلي دي:«د هر ډول برید څخه د مخنیوي لپاره باید د مخنیوي ځواکونه وي زموږ د سرحدي سیمو او نور ساتنه وکړي.»
هغې زیاته کړه:«تر هغه وخته چې په سوریې کې سیاسي هوکړه رامنځته نهشي، دا سیمې ملاتړ ته اړتیا لري. دمګړۍ هېڅ تضیمن نهلري.»
د امریکا نړیوال ایتلاف په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې د داعش له جنګیالیو سره د مبارزې لپاره د هوايي بریدونو او ځانګړو ځواکونو څخه په استفادې سره کابو ۲ زره امریکايي سرتېري په سوریه کې حضور لري.