Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد په اړه د فلسطینیانو غبرګون

له هغې وروسته کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې هوډ لري له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا سفارت ولېږدوي، د فلسطین ځینو مدني فعالانو د بیت اللحم په ښار کې د دغې احتمالي پرېکړې په اړه د ټرمپ پر ضد شعارونه پیل او د هغه تصویرونه یې وسوځول.

هغوی وايي چې بیت المقدس د فلسطین یوه برخه ده او هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې د امریکا متحده ایالات خپل سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي.

په فلسطین کې مدني فعال مونټر امیرا وویل:«موږ د ټرمپ انځورونه سوځو ترڅو امریکې او ټرمپ ته خپل پيغام واستو چې د ټولې نړۍ خلک له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږد نه مني.»

په همدې حال کې د فلسطین ځینو مشران همدارنګه د دغه هېواد له وګړو وغوښتل چې د ټرمپ د پرېکړې په اړه خپل یووالی وساتي.

د فلسطین د ازادۍ ډیموکراټیک مشر طلال ابو زارفه په ډاګه کړه:«موږ باید یو داسې ولسي ځواکمن غورځنګ رامنځته کړو چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې د معرفي کولو په توګه د ټرمپ سیاست رد کړي.»

هغه زیاته کړه:«اړتیا ده چې د فلسطین خلک خپل یووالی وساتي. زموږ ټینګار دا دی چې بیت المقدس زموږ سره کرښه او د فلسطین مرکز دی. موږ هېڅ لاره او کار نه پرېږدو چې بیت المقدس ته زیان ورسوي.»

سپينې ماڼۍ رسنیو ته ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوډ لري چې نن بیت المقدس د اسراییلو د مرکز په توګه اعلان کړي.  

له رپوټ څخه وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دا مسله د نړۍ د مسلمانانو سره کرښه ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوډ لري چې نن بیت المقدس د اسراییلو د مرکز په توګه اعلان کړي، خو دغه کار د فلسطینیانو او نورو مسلمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ