د داعش ډلې د ترکیې په اسټانبول کې د رینا د نڅا په شپني کلپ د برید پړه په داسې حال کې په غاړه اخیستې چې تورن تراوسه په تېښته کې دی.
د ترکیې پولیس وايي چې پر دغه کلپ د برید دعامل د نیولو لپاره هڅې روانې دي.ویل کېږي چې دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې داعش ډله د ترهګریز برید مسؤولیت مني،له دې وړاندې په تېر کال کې څو ځله دغه ډله په دغه هېواد کې د بریدونو په ترسره کولو کې تورنه شوې وه.
په هغې خبرپاڼه کې چې د داعش ډلې له خوا په خواله رسنیو کې خپره شوې دغې ډلې ویلي چې د رینا د نڅا په شپني کلپ برید د دغې ډلې د یوه سرتېري له خوا ترسره شوی دی.
په دغې خبرپاڼه کې،داعش ډلې ترکیه یې مسیحیانو ته په خدمت تورنه کړې.
رپوټونه رسوي چې بریدګر له ټکسي څخه پلی او د دغه کلپ په وره کې یو پولیس او یو بل مُلکي کس وژني او وروسته کلپ ته ننوځي او په نورو کسانو ډزې کوي.
د ترکیې رسنۍ وايي چې وسلهوال کس په کلپ کې په شته کسانو په ۷ دقیقو کې ۱۲۰ تر ۱۸۰ ځله ډزې کړې دي چې په پاپله کې یې ځینو د ځان ژغورنې لپاره ځانونه سیند ته اچولي دي.
له ډزو څخه وروسته بریدګر د جامو په بدلولو سره،توانېدلی ترڅو له سیمې څخه تېښته وکړي.
پولیسو ویلي چې په سیمه کې د بریدګر نښانې پیدا شوې دي.
د ترکیې د حریت روځپاڼې لیکلي چې څېړنیز مأموران باور لري چې بریدګر کس د مرکزي اسیا د قرغزستان او یا هم ازبیکستان له هېواد څخه دی.