د نړۍ زرګونه تنو مسلمانمانو تېره ورځ( جمعه د وږي۲۴مه) جوماتونو ته په تلو سره د میانمار د قربانیانو لپاره دعاوې وکړې او د هېواد یو شمېر وګړي وایي چې د میانمار د مسلمانانو پروړاندې د تاوتریخوالو د ویډیوګانو او انځورونو په لیدو سره شوکه شوي دي.
دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په راخین ایالت کې دې د میانمار د پوځ او د بوداییانو له خوا د مسلمانانو د وژلو مخه ونیسي.
د کابل اوسيدونکی، محمد فېروز څرګندوي:«زه له دې کار څخه ډېر خفه یم. کله چې د میانمار مسلمانانو انځورونه په فسبوک کې ګورم شوکه شوم او که اړینه وي نو ځمه او د هغو کسانو پر وړاندې چې تاوتریخوالی کوي جهاد وکړم.»
په دې هېواد کې تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې روهینګیا جنګیالیو کابو دوه اوونۍ پر ۳۰ پوستو برید وکړ.
ملگروملتونو د په میانمار کې د مسلمانانو کورونو د سوځولو انځورونه چې د سپوږمکۍ له لاې اخیستل شوي دي، خپاره کړي دي.
له هغې وروسته ډېر شمېر مسلمانان اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي.
د ملګرو میلتونو راپور له مخې میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی لامل شوی دی چې کابو ۳۰۰زره کسان بنګلهدیش ته ولاړ شي.