د امریکا استخبارات وایي، نېږدې راتلونکې کې د امریکې او شمالي کوریا ترمنځ احتمالي جګړه کېدونکی کار نه دی.
د امریکې او شمالي کوریا ترمنځ د ستونزې پر دوام سره، د سي اي ای مشر، مایک پامپو وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتومي جګړې ګواښ، په نېږدې راتلونکې کې ممکن نه دی.
دی زیاتوي چې د پیونګ یانګ تسلیحاتي پروګرام ډېرچټک او اندېښمنونکی مخې ته ځي او یوه نوي توغندي ازمویل د دې هېواد لخوا د حیرانتیا خبره نه ده.
خو دی ګواښ کوي چې د امریکا صبر نور پایته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري آژانس خبر ورکړ، شمالي کوریا د چهارشنبې پر ورځ( د زمري۱۸مه) ویلي وه، په آرام سمندر کې پر ګوام ټاپو برید څېړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی وه، دا چې که شمالي کوریا یو ځل بیا د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ کړي، نو دا هېواد به له خاورې او اور سره یوځای کړي.
که څه هم چې د ګوام ټاپو د امریکا متحده ایالاتونو پر خاوورې پورې تړاو نلري، خو دا هېواد په کې لویه د الوتکو اډه لري.
د شمالي کوریا یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا هېواد پر ګوام ټاپو د لیري واټن ویشتونکي برید څېړنه باندې بوخت دی.
د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ ناندرې په داسې حال کې زیاتیږي چې تېره اوونۍ ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.