Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکې له خوا له ایران سره د القاعدې د اړیکو رسوا کول

د امریکا څارګرې ادارې (سي ای اې) د اسامه بن لادن له کمپيوټره  کابو ۴۷۰ زره تر لاسه شوي سندونه په ډاګه او رسنیز کړل.

دغو سندونو کې ۱۸ زره یادښتونه، ۷۲ زره غږیز کسټونه او څه باندې ۱۰ زره ویډیوګانې دي.

یو له دغو سندونو، ۱۹ پاڼیز یادښت دی او په هغه کې د ایران او القاعدې له معاملو یادونه شوې ده.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي چې د دغو سندونو رسنیز کېدل، په پاکستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د افغانستان ادعا ریښتینې کوي او د هغو هېوادونو لپاره شه ثبوت دی چې تراوسه په دغې چاره شکمن دي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«له شک څخه پرته چې اسامه په پاکستان کې وه، خو ښه ده چې سندونه یې افشا شي ترڅو هغه هېوادونه چې تراوسه هم په اندېښنه کې دي او یا هم شکمن وو چې پاکستان د هګرو ملاتړی دی که نه، هغوی ته هم ثابته شي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی.»

داسې ښکاري چې دغه یادښتونه د القاعدې د یوه لوړپوړي غړي له خوا لیکل شوي دي او په هغه کې راغلي چې القاعدې په سعودي عربستان او خلیج کې د امریکې ګټې دې په نښه کړي او د هغه په بدل کې، ایران د القاعدې غړو ته پیسې، وسلې او په لبنان کې د حزب الله په پنډغالو کې د روزنې زمینه برابروي.

د پوځي چارو کارپوه میرزا محمد یارمند په دې اړه وویل:«د اېډیالوژۍ له مخکې ایران او اسامه بن لادن نه شي کولای له یو بل سره هوکړه وکړي؛ خو محدودیتونه او اړتیاوې ځينې وخت د دغو خبرو حد او پوله کمزورې کوي.»

جالبه خو دا ده چې د «مږیانو»، «موټرو» او «د یخینې زمانې» کارټونونه له هغو ویډیوګانو څخه دي چې  اسامه بن لادن له کمپیوټر څخه ترلاسه شوي دي.

یوه ویډیو هم د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د واده ویډیو ده. هغه کس چې ټاکل شوې وه د خپل پلار ځای ناستی شي.

د پوځي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد څرګنده کړه:«د اسامه اصلي مرکز په پاکستان کې وه. چې د جهاد په دوره کې کابو څلوېښت کاله اسامه په پاکستان کې مرکز درلود او د خپلې ټولې شبکې مشري یې له پاکستان څخه کوله.»

دا د اسامه بن لادن د سندونو څلورمه ټولګه ده چې د امریکا د څارګرې ادارې له خوا ټولیز کېږي. د اسامه بن لادن کمپیوټر په ۲۰۱۱ زیږدیږ کال کې هغه مهال د امریکا لاس ته ورغی، چې په پاکستان کې د هغه پر اډې د امریکا د سمندریز ځواکونو له خوا برید وشوو.

شریک یي کړئ