د ایران او عراق په سرحدي سیمه کې د یکشنبې ورځې د ریکټر ۷.۳ درجې زلزلې د ژغورنې عملیات دوام لري.
چارواکو د سېشنبې په ورځ ویلي چې د وژل شویو شمېر ۵۰۰ تنو او د ټپيانو شمېر ۷ زره تنو ته لوړ شوی دی. د دې سربېره لږ تر لږه ۱۲ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د سېشنبې په ورځ د کرمانشاه ولایت تر ټولې ویجاړې سیمې ته تللی ترڅو زیانونه وارزوي او د مرستې لړۍ ګړندۍ کړي.
د ایران د پرس ټلوېزیون د رپوټ پر بنسټ، روحاني ټپیانو او هغو کسانو ته چې خپل کورونه او شتمنۍ یې له لاسه ورکړي، ډاډ ورکړ چې د ایران دولت یې ترڅنګ ولاړ دی او له هغوی سره د مرستې لپاره به له هېڅ ډول مرستې سپما ونه کړي.
هغه وویل چې د ایران پوځ، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، بسیج، سره میاشت او د مسکن اسلامي انقلاب بنسټ او همدارنګه د انرژۍ، کورنیو چارو، روغتیا او د واټونو او ښاري پراختیا وزارتونو مرستو ته ودانګل.
د ریکټر ۷.۳ درجې له ځواک سره زلزلې د یکشنبې په ورځ د ایران او عراق سرحدي سیمه وڅیرله او ډېره ځاني او مالي زیانونه یې رامنځته کړل.