Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران په اړه د ټرمپ د تګلارې په هکله بېلابېل غبرګونونه

د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلاره له بېلابېلو غبرګونونه سره مخ شوې ده.

فرانسې، المان، برېټانیا، اروپايي ټولنې، روسیې او ایران د دغې تګلارې له اعلان څخه اندېښنه څرګنده کړې ده او ټینګار کوي چې هېڅ هېواد نه شي کولای چې له لوېدیځ سره د ایران هوکړه لغوه کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ایران په اړه د ډونلډ ټرمپ د تګلارې په غبرګون کې وايي چې دا هوکړه لیک‎ د بدلون وړ نه دی.

ښاغلي روحاني څرګنده کړه:«وايي زه غواړم د یوې کنګړې په همکارۍ د ایران پر اټومي هوکړې تبصره وکړي؛ نه پوهېږم چې نه پر دغې هوکړې ماده اضافه کېږي او نه هم کوم بند.»

په دې لړ کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فډریکا موګریني وايي چې له لوېدیځ سره د ایران اوټومي هوکړه په اسانۍ سره لغوه کېدای نه‎شي.

هغې په دې اړه څرګنده کړه:«دا هوکړه دوه اړخیزه نه ده او یوه هېواد پورې اړه نه‎لري. یو هېواد نهشي کولای هغه لغوه کړي.»

ډونلډ ټرمپ له ایران سره د اټومي هوکړې پر لغوې له ټینګار سره، د ایران له سپاه پاسدارنو هم په سخته نیوکه کړې. خو، د ایران ولسمشر حسن روحاني د سپاه پاسدارانو څخه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي روحاني څرګنده کړه:«سپاه پاسداران، د ایران، عراق، سوریې، یمن ملتونه او د سیمې خلک د ترهګرو ډلو پر وړاندې د خپله ټرمپ په اعتراف سره چې د امریکا په واسطه رامنځته شوي مقاومت کوي او د هغوی تر له‎منځه وړلو له پښو نه لوېږي.»

له بلخوا ایراني وګړي د ټرمپ د وینا په غبرګون کې وايي چې هېواد یې د اټومې هوکړې په برخه کې په خپلو ژمنو ژمن دي.

د تهران اوسېدونکی شاه غفاري په دې اړه وویل:«ایران یو غښتلی هېواد دی دا چې په منځني ختیځ  ایران وېرونه وکړي او وښيي چې ایران په سیمه کې یوه خطرناکه لوبغاړی دی او ګاونډیان اړ کړي ترڅو پوځي وسلې وپېري.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي ډونلډ ټرمپ، به د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي، خو هغه دا کار ترسره نه کړ.

شریک یي کړئ