د برلین پولیسو د تونس یو وګړی،چې په برلین کې د کریسمس په بازار کې د مرګوني برید له بریدګر سره په همکارۍ تورن دی نیولی دی.هغه بمرګونی برید د انیس عامري له خوا په لاره اچول شوی وه.
د برلین د پولیسو چارواکي زیاتوي چې دغه کس د ډسمبر د ۱۹ مې له برید څخه وړاندې؛یعنې هغه مهال چې د تونس یوه وګړي له لارۍ ډوله موټر سره ۱۲ تنه ووژل،له همدغه بریدګر سره یې د شپې ډوډۍ خوړلې وه.
اصلي بریدګر له برید څخه ایټالیا ته تېښته وکړه؛چې هلته د میلان په ښار کې د پولیسو په ډزو سره ووژل شو.
دغه ۲۶ کلن کس بلال نومېږي او د دغه هېواد پولیسو ویلي چې دغه کس د هغه برید په پلان کې لاس لري او یا هم له هغه څخه یې خبر درلود.
پولیسو زیاته کړه چې هغه یې د ټولنیزو مزایاو په استفاده کې د کلابردارۍ په تور نیولی؛ځکه چې د برلین د برید په اړه د هغه په وړاندې کره شواهد په واک کې نهلري.
د دغه هېواد د ټول فډرال محکمې ویاند فراک کولر د چهارشنبې په ورځ(د مرغومې په ۱۵مه)وویل چې تورن عامري یې د ۲۰۱۵ کال له پای څه یې پېژانده او هغو دوو له برید څخه یوه شپه وړاندې په رسټورانټ کې سره لیدلي وو.