Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترهګرو تبلیغاتو پر وړاندې د فسبوک مبارزه

د فسبوک ټولنیز جال چارواکو پتیلې ده چې تر دې وروسته به فسبوک د مصنوعي هوش په مرسته د ترهګرو ډلو د تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د دې جال چارواکو ویلي دی، هڅه کېږي هغه مطالب چې ترهګریز منځ‎پانګه لري مخکې له دې چې د فسبوک کارونکي یې وګوري پیدا او له منځه یوسي.

د فیسبوک لخوا خپره شوې خبرتیا کې راغلي، د ترهګرو ډلو زیات شمېر اکونټونه یې بند کړي دي.

خبرپاڼې ټینګار کړی چې له یوې داسې ټکنالوژي کار اخلې ترڅو ټول هغه مطالب چې د ترهګرو ډلو لخوا خپرېږي او یا د هغوی په ګټه وي، مخکې له لیدو او خپرېدو له منځه یوسي.

دې شرکت ویلي یو له هغو کارونو چې مصنوعي هوش یې کوي هغه د نویو انځورونو اڼدول کول له پخوانیو لیري شویو انځورونو سره دی، چې د منځ‎پانګې له امله لیري شوي وي.

فسبوک شرکت هوډ لري وروسته له دې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او هغه مطالب چې منځ‎پانګه یې ترهګریزه وي له منځه وړي

شریک یي کړئ