Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې پارلمان په دغه هېواد کې بیړنی حالت وغځوه

په ترکیه کې د وروستیو ترهګریزو پېښې له امله د دغه هېواد پارلمان بیړنی حالت تر درېیو میاشتو پورې وغځوه.ویل کېږي چې دا دریم ځل دی چې په دغه هېواد کې بیړنی حالت غځول کېږي.

په ترکیه کې اوسنی بیړنی حالت چې د روان زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۹ مه پای ته رسېده،خو اوس د پارلمان له تصویب سره به دغه حالت تر اپرېل پورې دوام وکړي.

په دغه هېواد کې په وروستي ترهګریز برید کې،یوه وسله‎وال کس چې د بابانوئل جامې یې په تن کړې وې په اسټانبول کې د رینا د نڅا شپني کلپ ته ننوت او ۳۹ تنه یې ووژل او په لسګونه نور یې ټپيان کړل.

برید ګر اوس د تېښتې په حال کې دی او د دغه هېواد پولیسو د دغه کس د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

په ترکیه کې بیړنی حالت د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ د بې پایلې کودتا څخه وروسته اعلان شو،دغه حالت د ترکیې دولت ته اجازه ورکوي ترڅو د پارلمان د مصوبې له اړتیا څخه پرته،نوي قوانین اجرا کړي.

شریک یي کړئ