د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېسیون وایي چې د حکومت مخالفې ډلې یوه مشر نوماندي یې نه ده منلې.
الکسي ناوالني پرون په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړه، خو اوس د ټاکنو کمېسیون ورته ویلي چې نوماندي یې نه شي منلی.
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېسیون د ولادیمیر پوتین د یوه اصلي مخالف مشر الکسي ناوالني د نوماندۍ په تړاو به راګیري وکړي.
د روسیې د ټاکنو د مرکزي کمېسیون مشر ایلا پانفیلووا په دې اړه وویل:« د خپلواک نوماند په توګه د الکسي ناوالني د نوم لیکنې د رد کولو لپاره د فرمان مسوده دلته ده. لطفا رایه ورکړئ؛ څوک موافق دي او څوک مخالف؛ څوک ممتنع رایه ورکوي؟»
د رایې ګیرۍ پایله په ټاکنو کې د ښاغلي ناوالني پر ګډون بندیز دی.
ښاغلی ناوالني تر دې وړاندې د محکمې له لوري د اداري فساد په قضیه کې مجرم پېژندل شوی وه او له همدې امله نه شي کولای دولتي دنده ولري؛ خو هغه دا کار د سیاسي سیالیو پایله بولي.
اخوا د روسیې د ټاکنو د کمېسیون له پرېکړې وروسته الکسي ناوالني له خپلو پلویانو غواړي چې د راتلونکي کال له ولسمشریزو ټاکنو سره پرېکون وکړي.
د روسیې د حکومت د یوې مخالفې ډلې مشر الکسي ناوالني په دې اړه وویل:«موږ اعتصاب اعلانوو ؛موږ به له ټاکنو سره پرېکون وکړو او پایله به یې ونه منو.»
هغه زیاته کړه:« البته چې د اساسي قانون له محکمې به وغواړو چې د ټاکنو د مرکزي کمېسیون په تړاو بیا کتنه وکړي؛ خو پوهېږو چې دا ټولو د نظام برخې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ولادیمیر د څلورم ځل لپاره د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.
تمه کېږي چې نوموړی به د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د مارچ میاشتې د اتلسمې د ټاکنو ګټونکی وي.
په دې اړه مو اندونه