د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګرنډي د پنجشنبې په ورځ د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې او د دغه سازمان د امنیت شورا او د نړۍ د هېوادونو مشران د بېځایه شویو د سولې په راوستو کې په کار کې ناکامه وبلل.
هغه وویل چې د امنیت شورا او د نړۍ هېوادونه توانېدلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د څه باندې ۶۶ مېلیونو بې ځایه شویو ته رسېدنه وکړي.
ښاغلي ګرنډي همدارنګه په میانمار کې د روهینګیا بېځایه شویو ته پر رسېدنې ټینګار کوي.
هغه وویل:«ایا موږ قادر نه یوو چې سوله رامنځه کړو؟ زه دا پوښتنه د ملي امنیت له شورا پوښتم، څوک کولای شي د سولې او امنیت عامل وي، د هرې ورځې په تېرېدو سره زه د خلکو ماته وینم. کله چې ما د روهینګیا له بېخایه شویو سره ولیدل، هغوی له موږ څخه د اوبو او خوړو په اړه له موږه د اوبو او وړوپه اړه نه پوښتل بلکې د سولې او امینت په اړه له موږ څخه پوښتنه کوله د دې لپاره چې سوله او امنیت کولای شي هغوی متقاعد کړي.»
د هغه په وینا، سوریه، عراق، افغانستان، لېبیا، مالي، اوکراین، یمن، سوېلي سودان، مرکزي افریقا د هغوی هېوادونو له ډلې دي چې د بې ځایه شویو لوړې شمېرې لري.