د سوریې حکومت د مخالفان او د بشارالاسد استازو ترمنځ خبرې اترې بې پایله پای ته ورسېدل.
د سوریې حکومت مخالفان، ګواښ کوي کهچېرې د ملګرو متلونو سازمان د دغه هېواد اوه کلن کړکېچ پای ته ونه رسوي، سوریه به له یوه ستر ګواښ سره مخ شي.
د سوریې د حکومت د مخالفانو مشر ناصر الحریري په دې اړه وویل:«زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه نوې تګلارې ته اړتیا لري، که نه، له بده مرغه دا بندون به دوام وکړي.»
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر په سوریه کې له ښکېلو هېوادونو غواړي چې په دغه هېواد کې د خپلو ځایناستو ډلو ټپلو له رامنځته کېدو دې ډډه وکړي.
ولادیمیر پوتین وايي:«هغه څه چې په سوریه او نورو ځایونو کې ډېر مهم دي، دا دي چې ټولې خواوې او نړیوال لوبغاړي، خپلو سیاسي او کسیزو موخو ته د رسېدو لپاره له اروپکو او توندلارو ډلو څخه په ګټنې وسوسه، او اندېښنه رامنځته نه کړي.»
اخوا د سوریې حکومت د دغه هېواد د سولې په خبرو اترو کې د عربستان پر ونډې نیوکه کوي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د سوریې سفیر بشارالجعرفي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ له خپلو ملګرونو او تړونوال ته پاملرنه لرو چې د ریاض دویمه اعلامیه د سوریې د سولې خبرو اترو اتم پړاو ته د زیان رسېدو لامل شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د سولې د خبرو اترو د اتم پړاو بې پایله پاې ته رسېدو،د دغه هېواد کړکېچ ته د سولهییز پای ته رسېدو په اړه هیلې تتې کړي دي.