Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوریې په ختیځ کې پوځیانو د داعش ضدعملیات چټک کړي

د سوریې دولتي ځواکونو د روسیې پوځيانو په ملاتړ سره د دې هېواد په ختیځ دیرازور ښار کې د داعش پر وړاندې خپل پوځي عملیات چټک کړي دي او غواړي چې د دې هېواد وروستۍ برخې هم له یادې ډلې ونیسي.

سوري پوځيانو په دې وروستیو کې له داعش ډلې د عقیربات ښار نیولی دی.

په سوریه کې د روسي سرتېرو قومندان، جنرال الکساندر لپين وايي:«دغه ښار چې اوس د روسیې پوځ په کنترول کې دی د داعش یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کیده. د عقیربات ښار سقوط د دیرازور ښار د نیولو عملیات یې اسانه کړل.»

د روسیې پوځ توانیدلي چې د داعش پر وړاندې بریدونو کې د دوی یو بله حمله هم په شا وتموبوي. دغه ځواکونه اوس د نورو برخو د ازادولو په هڅه کې دي.

په سوریه کې د روسیې د پوځ قومندان زیاتوي:«نن د سوریې په ختیځ کې د داعش د وروستي تم‎ځای د له منځه وړو لپاره ټول شرایط برابر شوي دي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د کردانو او عربو په ګډون د سوریې دیموکراتیک ځواکونه وایي، د روسیې پوځ د داعش پر ګډون ځیني وخت پر دوی هم بریدونه کوي.
په یادو وروستیو هوایي بریدونو کې شپږتنه ووژل شول.
 
د سوريې پوځ وايي چې په لنډ وخت کې یې د داعش له دلې د عقربات ښار آزاد کړی او اوسمهال د دیرازور ښار د آزادولو په موخه یې پوځي عملیات ټکني کړي دي

شریک یي کړئ