Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شمالي کوریا ناسکه‎ورور مالیزیا کې وژل شوی

د جنوبي کوریا د رسنیو د راپور له مخې د شمالي کوریا د مشر، کیم‎جونګ اون ناسکه ورور «کیم جونګ نام» د مالیزیا په کوالالامپور هوايي ډګر کې وژل شوی دی.

ویل کېږي دوې ښځې چې د شمالي کوریا اصلي اوسېدونکې وې، د زهرجنو ستنو په مرسته نوموړی مسموم کړی دی.

خو پیونګ یانګ تر اوسه دا خبر نه دی تائید کړی.

کیم‎جونګ‎نام چې د شمالي کوریا اوسني مشر، څخه مشر دی او ټاکل شوې وه چې د پلار له مړنې وروسته د واک پر ګدۍ کېني، خو په جاپان کې د جعلي پاسپورټ په تور د نیولو له امله یې په هېواد کې محبوبیت کم شو او پر ځای یې د هغه کشر ناسکه ورور کیم‎جونګ اون مشرۍ ته ورسيد.

د جنوبي کوریا د مالوماتو بنسټ رئیس، یونهاب د دې هېواد ولسي جرګې ته ویلي چې شمالي کوریا له ډېر وخت راهیسې د کیم‎جون‎نام د وژلو په هڅه کې وه.

د مالیزیا پولیس وايي تر اوسه نشي تائیدولی چې دا به کیم‎جونګ‎نام وي، ځکه چې هغه په بل نوم سفر کاوه.

گفته می‎شود که دو زن که شهروند کوریای شمالی استند با سوزن‎های زهری او را مسموم ساختند، و سپس از محل رویداد فرار کرده‎اند.

شریک یي کړئ