عراقي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یو له نفتو غني ښار کرکوک یې له کردي ځواکونو سره له نښتې څخه پرته ونیو.
په همدې حال کې، د کردستان دوه ستر ګوندونه، یو بل د دغه شاته تګ مسوول بولي او پر خیانت تورن وي.
دغه ښار، د عربو او ترکمنو ترڅنګ د کردو یوه سترې ټولګې ته هم ځای ورکړی دی.
له بلخوا، ترکیه هم له کرکوک څخه د کردي ځواکونو له بهر کېدو هرکلی کړی دی.
په ورته وخت کې، امریکا په کرکوک ښار کې د عراق مرکزي او کردي ځواکونو د اررامښت غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراقي ځواکونو د پرمختګ په غبرګون کې، په یوې خبرپاڼه کې د عراق او کردستان له دولت څخه غوښتي، ترڅو له هر هغه اقدام څخه چې د دواړو خواو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو لامل کېږي، ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د امریکا متحده ایالات د کرکوک په شاوخوا کې د تاوتریخوالي د څرګندېدو رپوټونه تعقیبوي او له ټولو ښکېلو خواوو غواړي ترڅو خپل پوځي اقدامات همغږي کړي او دغې سیمې ته ارامښت بېرته راستون کړي.»
د کرکوک ښار له ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسې د کردي ځواکونو په واک کې وه.